یوې امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، دا یو ناموسي قتل دی.
د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالحد ولیزاده وايي، هلک او جلۍ دوه ورځې مخکې د هرات له ښاره تریتم شوي وو او تېر ماښام یې جسدونه د انجیل ولسوالۍ سربور غرونو په سیمه کې موندل شوي دي.
د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی وايي، هلک علي رضا او جلۍ صفیه نومېږي، چې هلک ۲۵ کاله او جلۍ ۱۹ کاله عمرونه درلودل.
شیرزی وايي، تراوسه د پېښې علت معلوم نه دی.
د هرات امنیتي مسوولین په خبره، وژل شوې جلۍ د طب پوهنځي زدهکړیاله وه.
د دې ولایت د ملي امنیت مسوولینو سلام وطندار ته وویل، علی رضا د دې ریاست کارکوونکی و او په دې برخه کې یې پلټنې پیل کړي دي.