په هرات کې په زیاته اندازه کیمیاوي موادو کشف شول

د هرات ولایت پولیس په‌دې ولایت کې د سلګونو بوشکو کیمیاوي موادو د کشفولو خبره ورکوي. له دې‌ کیمیاوي موادو نه په نشه‌یي موادو کې ګټنه کېږي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر حمیدالله نصرت‌زاده نن په یوې خبري غونډې کې وویل چې دا کیمیاوي مواد له نیم میلیون ډالرو نه ډېر ارزښت لري او له ایرانه د پاکوونکیو موادو په نامه د هرات د اسلام‌کلا له لارې وارد شوي‌وو چې پولیسو کشف او ضبط کړل.

د ښاغلي نصرت‌زاده په وینا، دا کیمیاوي موادو یو ډول «اسید اندرایت» دي چې په ۳۵۰ شل لېتره بوشکو کې ځای‌پرځای شوي‌وو او ټاکل شوې‌‌وه چې فراه ته ولېږدول شي.

د ده په خبره، له دې موادو نه په نشه‌يي توکیو، په ځانګړي ډول هیرویینو کې استفاده کېږي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ له مخدره موادو سره د مبارزې مدیر زیاته کړه چې د دې موادو څښتن نیول شوی او پوښتنې ترې کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام