د ولسي جرګې د نوماندانو د ټاکنیزو کمپاینونو د یوې ورځې په تېرېدو سره د هرات ښار نوې بڼه خپله کړې.
د شخصي او دولتي کورونو له ډېوالونو نیولې تر ونو او آن په ټرافیکي نښو د نوماندانو عکسونه لګول شويدي.
د استوګنې د کورونو په دېوالونو او په ونو د نوماندانو د پوسټرونو پر لګولو د هرات اوسېدونکي نیوکه کوي او وایې چې نوماندان پهدې کړنو سره خلک له ځانه لېرې کوي. د دوی په وینا، دا د ښاري فرهنګ خلاف بېتمدنه کار دی چې قانوني سرغړاوی ګڼل کېږي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایې چې د استوګنې په کورونو، په ونو او په دېوالونو د تبلیغاتي پوسټرونو لګول منع دي او ټاکنیزي تخطي شمېرل کېږي.
د ښاغلي فرهاد په خبره، ځايي ادارې د ټاکنو کمېسیون او ښاروالۍ سره په همغږۍ د ښار ځانګړې برخې د نوماندانو د پوسټرونو د لګولو لهپاره ځانګړې کړېدي او له نوماندانو یې هم غوښتي چې خپل عکسونه په معلومو ساحو کې ونښلوي.
د هرات ښاروال محمد داوود انوري وایي چې د نوماندانو هغه عکسونه او تبلیغاتي بنرونه چې پهخپل سر په ونو، دېوالونو، معلوماتي تابلوګانو او په منعشویو ځایونو نصب کړي؛ را ټولوي او په بشپړه توګه یې پاکوي.