د افغانستان د هرات ولایت سیمه ییز مسوولان په دغه ولایت کې د سړک غاړې ماشومانو له وضعیت څخه د اندېښنې ښکاره کولو ترڅنګ خبرداری ورکوي، که چېرې افغان دولت د دغو ماشومانو له پاره هر اړخیز پلان په پام کې ونه نیسي، نو په راتلونکي به بدې پایلې له ځانه سره ولري.
دغه مسوولان وايي، چې اوسمهال زیات هغه ماشومان، چې په سړکونو، کوڅو او ان یتيم خانو کې ساتل کيږي د صحي او رواني ستونزو ترڅنګ روږدي شوي هم دي.
په هرات کې د بشري حقونو سيمه ییز مسوولان او د دغه ولایت د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي نن دوشنبه (نومبر۲۳مه) د " ماشوم نړېوالې ورځې" په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې د ناامنيو زیاتوالی، اقتصادي فقر، دغو ماشومانو ته د کورنيو او حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوی، چې په هرات ولایت کې د ماشومانو پر ورځيني ژوند منفي اغیز وکړي.
د ماشومانو حقونو د پېمان لومړي مادې پر بنسټ، د سړک غاړې ماشوم هغه ماشوم ته ویل کيږي، چې له ۱۸ کلونو يې عمر کم او د سړک تر غاړو ژوند کوي.
په هرات کې دوه کاله مخکې رسمي شمېرې ښيي، چې په دغه ولایت کې د سړک غاړو د ماشومانو شمېر ۷۵۰۰ تنو ته رسيږي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییسه بصیره محمدي وايي، چې اوسمهال دوی د هرات ولایت د سړک غاړو د ماشومانو د شمیرې په اړه تازه معلومات په واک کې نه لري؛ خو د وروستيو څيړنو له مخې د دغو ماشومانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د هغې په خبره زیات هغه ماشومان، چې په یتيمخانو کې ژوند کوي مورګانې او پلرونه يې په مخدره موادو روږدي دي او یا هم د کورني تاوتریخوالو له امله د خپلو کورنيو جلا شوي دي.
د یاد ولایت د کار او ټولنيزو چارو رییسه په هرات کې د ماشومانو په اړه د حکومت اوسنی پروګرام کافي نه بولي.
مېرمن محمدي وايي، چې د دغو ماشومانو د ستونزو اصلي لامل د دوی د کورنيو غړي دي او حکومت نه یوازې ماشومان، بلکې د دوی کورنۍ هم باید د خپلو پروګرامو تر پوښښ لاندې راولي.
په هرات کې د بشري حقونو د ماشومانو د څانګې مسوول عبدالعظیم اکید وايي، چې دوی پر ماشومانو د تاوتريخوالو په اړه کره شمېره په واک کې نه لري؛ خو د روان کال له پېل راهیسې پر ماشومانو د جنسي تيرو ۵ پېښې ثبت شوې دي.
د هغه په خبره، اعتیاد، وهل ډبول، په کم عمر کې ودونه، جنسي تېری، شاقه کارونه او قاچاق په هرات کې پر ماشومانو تر ټولو له مشهورو تاوتریخوالو په ډله کې شمېرل کيږي.
له بل لوري په یاد ولایت کې د ماشومانو په برخو کې د فعالو بنسټونو مسوولان وايي، چې د هرات ولایت په لرې پرتو سیمو کې ماشومان زده کړو او ان روغتيايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.