نن د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست په انګړ کې په ۲۳غرفو کې د زعفرانو د ګل ډولونه د نندارې لهپاره کېښودل شول او د ځايي چارواکیو او کروندګرو په ګډون د زعفرانو د ګل څلورم ملي جشن جوړ شو.
د هرات د کرنې ریاست سرپرست بشیراحمد احمدي د زعفرانو د ګل د ملي جشن موخه د ګروندګرو هڅونه او زعفرانو ته بازار موندنه وګڼله او زیاته یې کړه چې سږ کال په هرات کې له ۶ زرو هکتارو نه په ډېره ځمکه زعفران کرل شويدي.
د ښاغلي احمدي په وینا، د ارزونو او وړاندوینو له مخې به سږ کال د دې ولایت له کرل شویو ځمکو۱۲ ټنه زعفران تر لاسه شي، پهداسې حال کې چې تېر کال دا رقم ۱۰ټنه و.
د هرات د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست همداراز وویل چې همدا اوس د هرات ولایت په بازارونو کې یو کیلو زعفران له ۵۰ زرو ۵۵ زرو افغانیو پلورل کېږي.
ښاغلی احمدي د تېر کال په پرتله د زعفرانو بیې ټیټوالی په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې ټیټوالي سره تړلی بولي.
د زعفرانو سوداګر هم د زعفرانو د بیې ۵۰ سلنه ټیټوالي او له ایرانه د زعفرانو وارداتو اندېښمن کړيدي.
د هرات د زعفرانو د سوداګرۍ د اتحاديې مشر بشیراحمد رشیدي د زعفرانو د بازار وضعیت ښه کېدو ته هیلهمن دی، وایي چې هېواد ته د ایراني زعفرانو او د هغو د پیازو په وارداتو بندیز به د افغانستان د زعفرانو بیه لوړه کړي.
د غوښتنه کوي چې د پیازو په وارداتو د بندیز په پار توشیح شوي فرمان د تطبیق لهپاره په بندرونو، لویو لارو، هوايي ډګرونو او بازار کې هڅې وشي او د نظارتي سیستم جوړ شي؛ اندېښنې رفعه کېدلی شي.
اوس مهال هرات د افغانستان ۹۰ سلنه زعفرانو تولید لري او دغه بوټی تر ډېره د غوریان، پښتونزرغون، انجیل او ګذره ولسوالیو کې کرل کېږي.