د هرات ولایت روغتیايي مسوولین وايي، چې ۲۴ ساعته مخکې له یوې پېغلې نجلۍ سر غوڅ شوی او په بله پېښه کې یوې نجلې ځان وژنه کړې ده.
د دغه ولایت د حوزوي روغتون عمومي مدیر محمدرفیق شیرزي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې د هرات ښار د پشتون پله له سیمې یې د یوې ۲۰ کلنې نجلۍ جسد روغتون ته ور وړی دی.
شیرزی وايي، چې د ور وړل شوې نجلۍ سر غوڅ شوی دی او د غاړې په برخه کې یې د زندۍ کولو نښې لیدل کېږي.
نوموړي وویل، چې د وژل شوې نجلۍ هویت معلوم نه دی.
د هرات ولایت حوزوي روغتون مدیر وايي، چې په یوې بله جدا پېښه کې د هرات ښار د ګلستان واټ په سیمه کې خپل ځان ځړولی دی.
دی وايي، چې دغه نجلۍ نجیبه نومیږي او ۱۸ کاله عمر لري.
شیرزی د دواړو پېښو انګیزه کورنی تاوتریخوالی بولي.
په ورته وخت کې د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالروف احمدي بیا له دغو پېښو ناخبري ښيي او وايي، چې په دې برخه کې هیڅ ډول خبر نه دی ورکړل شوی.
د روانې اونۍ په اوږدو کې دا دریم ځل دی، چې په دې ولایت کې ښځې د بېلابېلو پېښو له امله قرباني شوي دي.
د دې اونۍ د شنبې په ورځ هم د هرات په ګذره ولسوالۍ کې یوې مېرمنې ځان ځړولی و