په هرات کې د ثریا صحرايي محاکمې تمثیل

په هرات کې د ښځو حقونو لسګونو ملاتړو، مدني فعالانو او یوشمېر دیني عالمانو، په یوې تمثیلي محکمه کې؛ د ۲۲ کلنې ثریا نومې صحرايي محاکمه کول په کلکه وغندل.

دغه مدني فعالان وايي، صحرايي محاکمه هېڅ ډول قانوني او دیني اړخ نه لري او حکومت باید له ښځو سره د تاوتریخوالي عاملینو پر وړاندې غوڅ چلند وکړي.

دوی په پرېکړه لیک کې له حکومت ته وغوښتل، چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې نه باید بې پروا پرېږدي.

د ثریا د صحرايي محاکمې اصلي عاملان نه‌دي نیول شوي

شاوخوا یوه نیمه اوونۍ مخکې د تخار په چاه‌اب ولسوالۍ کې یوشمېر ځايي خلکو د ثریا په نوم یوه ۲۲ کلنه مېرمن په صحرايي محاکمه کې په لښتو، لغتو ووهله او سپکې سپورې یې ورته وویلې.

دې پېښې د هېواد په ګوټ ګوټ کې غبرګونونه راوپارول او بېلابېلو بنسټونو په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت د دې پېښې د عاملینو نیولو او محاکمې غوښتنه وکړه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام