په هرات کې اورلګېدنه ۱۱ تنه وژلي دي

د هرات ولایت امنيې قومندانۍ د جنايي څېړنو رییس سېدګل اغا هاشمي سلام وطندار ته وویل، چې د " اریا ترکمن نبي زاده" په نوم د ګازو په يوه زېرمه کې د اور لګېدنې له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

دغه سيمه د کمرکلاغ په نامه یاديږي، چې د هاشمي په وينا د ياد شرکت د ګازو یو ټانکر له سوځېدو وروسته چاوديدلی او د شاوخوا سيمو اوسېدونکو ته يې تاوانونه اړولي دي.

د اورلګېدنې په وخت کې د دغه شرکت مشر، چې زوی يې هم ورسره وو هم سوځېدلی او د درملنې له پاره له هېواده بهر استول شوی دی.

د ګازو په دغه اورلګېدنه کې د اریا ترکمن نبي زاده شرکت دوه انجینیران هم سوځېدلي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د اورلګېدنې سره سم د اطفايې کارکوونکي او ځينې امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او د اور له پراخېدو مخينوی يې کړی.

له بل لوري هرات والي ویاند احسان الله حیات وايي، چې په دې اورلګېدنه کې د شرکت رییس ته ۴۲ میلیونه افغاني مالي زیان رسېدلی دی. نوموړی یې لامل د شرکت د ساتونکو بې غوري ګڼي.

په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون رییس ډاکټر محمد رفیق شیرزی وايي، د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ماشوما او مېرمنې هم شاملې دي.

د پېښې په سیمه کې د عینې شاهدانو وویل، د نبي زاده شرکت په تاسیساتو کې د دریېو پرلپسې چاودونو غږونه یې واورېدل او له پېښې سره سم یې ځانونه خوندي سیمو ته ورسول.

دا په داسې حال کې ده، چې د هرات ښار اوسېدونکو په وار ـ وار سره له حکومت غوښتي دي، چې د هرات ښار له شمال برخې نه  د استوګنې سیمې ته نږدې د ګازو شرکتونو له سیمې وباسي، خو دولت تر اوسه پورې په دې برخ کې عملي پلان لري.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام