په نړېوال جام ټاکنیز پړاو کې د افغانستان ۳ لوبې په ټلویزیون ښودل کیږي

د هندوستان مخکښه ورزشي ټلویزیوني شبکې (سټارسپورټس) اخر هم کنګوسو ته د پای ټکی کیښود او د افغانستان د راتلونکو ژوندیو لوبو نوملړ یې خپورکړ.

د یاد ټلویزیون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، چې د ایرلینډ او سکاتلینډ په کوربتوب کرکټ نړېوال جام ټاکنیز پړاو لوبو کې به (ریکارډ) زیات شمیر۲۰ لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د سټارسپورټس شبکې د خپرو شویو معلوماتو له مخې، چې د سیالیو لومړي (لیګ پړاو) لوبو څخه به د هرې ګډون کوونکې لوبډلې ۳ لوبې په ژوندۍ بڼه مینه والو ته وښودل شي.

د یاد ټلویزیون د معلوماتو له مخې،د دویم پړاو لوبو وړاندې به د سیالیو د رسمي لوبو د پیل په لومړۍ ورځ د جولای په ۹ مه نیټه به د افغانستان او هالینډ لوبه، دویمه لوبه د جولای په ۱۰ نیټه د افغانستان او عربي اماراتو ترمنځ او درېیمه لوبه به د جولای په ۱۲مه نیټه د افغانستان او سکاټلینډ ترمنځ په ژوندۍ بڼه کرکټ مینه والو ته وړاندې کړي.

ویل کیږي، چې د هېواد درې واړه سیالۍ به د افغانستان په وخت ماښام ۶ بجې او ۴۵ دقیقې پیل شي.

د یادې ټلویزیوني شبکې د معلوماتو له مخې،د ۲۰اوریزه کرکټ نړیوال جام ټاکنیزپړاو لوبې به د 

(سټارسپورټس ۴ او ایچ ډي ۴) ټلویزیونونو له خوا په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

دغه راز که افغانستان د سیالیو دویم پړاو ته لاره پیدا کړي، نو یاد ټلویزیون د ژمنې له مخې به د جولای په ۲۱ مه او ۲۳ مه نیټه ددې سیالیو کوارټرفاینل لوبې، د جولای په ۲۵ مه نیټه به فاینل لوبې، د جولای په ۲۶ مه نیټه به د سیالیو د اتلولۍ له پاره فاینل او دغه راز د درېیم مقام لوبه په ژوندۍ بڼه په یاد ټلویزیون وښودل شي.

ټاکل شوې ده، چې افغانستان به د سر په سرڅلورم ځل له پاره راتلونکې ۲۰۱۶ م زېږدیز کال دهندوستان په کوربتوب شپږم پړاو ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته د رسېدو هڅه وکړي.

افغانستان په ټاکنیز پړاو کې د ګډون کوونکو ۱۴ لوبډلو په ویش کې دویم مقام کې له هالینډ، سکاټلینډ ، عربي امارات، کینیا، کاناډا او عمان لوبډلو سره لوبېږي.

د کرکټ نړېوالې شورا د پلان له مخې به دا ځل هم ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام سیالیو ته ۶ لوبډلې لاره پېدا کړي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په  ۲۰۱۰ م زېږدیز کال ټاکنیز  پړاو کې د اتلې لوبډلې په توګه ۲۰ اوریزه کرکټ نړېوال جام ته، خو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴  م زيږدیز کلونو نړېوال ټاکنیزپړاو لوبو څخه د دویم مقام لرونکې لوبډلې په توګه لاره پېدا کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام