د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، چې د اوبو او هوا د بدلون او د ځمکې تودوخې زیاتېدل یوه نړیواله ستونزه ده، چې افغانستان یې هم سخت اغیزمن کړی دی.
د دغې ادارې د اقلیم د بدلون برخې رییس غلام حسین امیري وايي، چې په نړۍ کې د ګل خانه یي ګازونو په زیاتوالي کې د افغانستان ونډه نیم په سلو کې دی.
امیري وايي، چې د صنعتي هېوادونو له خوا د افغانستان اوبو او هوا زیات زیان لیدل دی.
ده وویل، چې پرلپسې وچکالي، په دې وروستیو کلونو کې وران کاري او ناببره سیلابونه د نړیوال اقلیم د بدلون پایله ده.
امیري وویل، افغان دولت د اقلیم بدلون په اړه د (اقلیم بدولون ملي مشارکت ونډې) په نوم یو پلان صنعتي او ګل خانه یي ګازونو تولید کوونکي هېوادونو ته وړاندې کړي.
د دغه پلان پر بنسټ به تر ۲۰۳۰ ز کال پورې صنعتي هېوادونه د افغانستان سره ۱۷ میلیاردو ډالرو مرسته وکړي.
که دغه پلان د صنعتي هېوادونو له لوري ملاتړ شي افغانستان به په ۱۵ کلونو کې د ګل خانه یي ګازونو د تولید کچه ۱۳ په سلو کې راکمه کړي.
د اقلیم بدلون ملي مشارکت ونډې پروګرام د ګل خاني ګازونو د ټیټوالي له پاره درې لارې چارې وړاندې کړې دي؛ له نوي ټکنالوژۍ استفاده کول، اوبو مدیریت کول او د افغانستان سره د صنعتي هېوادونو عملي مرسته.
د نړۍ اقلیم بدلون لامل د فوسلي انرژي نه چې د ګاز، نفت او د ډبرو سکاره دي کار اخیستل کیږي.
د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، چې په افغانستان کې په سوړ موسم کې د سوند له توکو استفاده زیاتیږي او دغه چارو د ګل خانه يي ګازونو د زیاتوالی لامل کیږي.
د اقلیم بدلون په اړه پاریس کې نړیواله غونډه هم ترسره شوه او افغان ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او د ځمکې د تودخې په اړه یې اندېښنې په ډاګه کړې.