د مکزیک په ختیځ کې د شدید توپان او باران له امله ځمکې حرکت کړی او ۴۰ تنه په کې وژل شوي دي.
د دې هېواد چارواکي وايي، ښایي د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.
د مکزیک هېواد د طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره ویلي، چې د پوبلا ایالت خلک زیات زیانمن شوي دي.
د پوبلا والي رافایل مورینا وایي، د ژغورنۍ ډلې هڅه کوي، چې د پېښې قربانیان پیدا کړي.
هغه انځورنه چې له دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي، له ورایه ښکاري، چې دغه توپان خلکو ته په زیاته کچه مالي او ځاني زیانونه رسولي دي.
د دغه هېواد رسنۍ وايي، د یاد توپان چټکتیا په یو ساعت کې ۸۰ کیلومتره ښودل شوې ده.