په لوګر کې سترې سړې خونې جوړيږي

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې په روان کال کې به د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې سترې سړې خونې جوړې کړي.

د دغو چارواکو په وينا يادې سړې خونې به د زرو ټنو کرنيزو پېداوارو د ساتنې ظرفیت ولري.

د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په روان کرنیز کال کې په مرکز پل علم، محمداغه او بره کې برک ولسوالیو کې درې سترې سړې خونې جوړې کړي.

د دغه ولایت د کرنې رییس انجینیر همایون عمر سلام وطندار ته وویل، تر دې وړاندې کرنیزو مرستندویو ډلو او ولایتي بیا رغونې ډلې سړې خونې په بېلا بېلو ولسوالیو او کلیو کې له ۸۰ ډېرې کوچنۍ سړ جوړې کړې وې، خو تر ډېره پورې یې کروندګرو او بڼوالو ته ګټه ونه رسوله.
د عمر په وینا، اوس د لوګر له بېلا بېلو ولسوالیو څخه سلګونه ټنه وچه او تازه میوه او سبزي بازار ته وړاندې کوي، خو د مناسبو سړو خونو د نشتوالي له امله هر کال په نیمه بیه پلورل کیږي.
د ده په وینا، نوي وزیر ډاډ ورکړی، چې په مرکز پل علم کې د۵۰۰، په محمداغه ولسوالۍ کې د۲۰۰ او په بره کې برک ولسوالۍ هم د ۲۰۰ټنو په ظرفیت به ډېرې پر مخ تللې سړې خونې جوړې کړي.
د کرنې ریاست کارکوونکي وایي، اوس تر ډېره کروندګر او بڼوال د سړو خونو پر ارزښت پوه شوي او که چېرې ورته پرمختللې سړې خونې جوړې شي؛ نو هر کال به یې کرنیز حاصلات دوه برابره زیات شي.
د کرنې متخصص عبدالقیوم سلام وطندار ته وویل، سړې خوني ډېره ګټه لري او کروندګر او بڼوال کولای شي، چې له دی لارې ځان او ټولنې ته خدمت وکړي.

 

نوموړی زیاتوي، د کال په هر فصل کې کروندګر خپل حاصلات بازار ته وړاندې کوي، خو د ساتنې له پاره یې مناسب ځای نه لري او هر کال خپله تازه سبزي او میوې په نیمه بیه د ګاونډيو هېوادونو پر سوداګرو پلوري، خو کله چې د میوو اوسبزو موسم تېر شي؛ نو بېرته یې افغانستان ته صادروي او په دوه برابره لوړه بیه یې پلوري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت او یو شمېر کرنیزو مرستندویه موسسو په دې وروستیو کې په بېلا بېلو ولایتونو کې سړې خونې جوړې کړې دي، خو یو شمېر کروندګر او متخصصین باوري دي، چې د سړوخونو له جوړولو وړاندې د کرنې او مالدارۍ وزارت او د کرنې ریاستونو ته پکار ده، چې کروندګرو او بڼوالو ته د سړو خونو د ګټې اخيستنې په برخه کې بشپړ معلومات ورکړي.
د مرکز پل علم یو کروندګر سمسور نومي چې پر خپله پنځه جریبه ځمکه پياز او دوه جریبه ځمکه روميان کرلي دي؛ سلام وطندار ته وویل، چې اوس د سړخونو جوړول خورا مهم دي او دوی خپل کرنیز پیداوار اوس د ګاونډيو هیوادونو پر سوداګرو په نیمه بیه پلوري، ځکه چې د ساتنې له پاره یې سړې خونې نه شته.
حاجي عبدالباقي چې په لوګر کې د سبزیو او میوو هټۍ لري سلام وطندار ته وویل، اوس یې کار او بار تر پخوا خراب شوی، ځکه چې په لوګر کې د سبزیو او میوو د ساتني لپاره مناسب ځای نه لري. 
نوموړي زیاته کړه، کار او بار یې له پخوا خراب شوی، پخوا به لګښت کم او ګټه ډېره وه، خو اوس دومره ګټه ځکه نه لري، چې په هېواد کې د سړخونو د نشتوالي له امله ټول په لاس راغلي حاصلات ګاونډيو هیوادنو ته لیږدول کیږي او بیرته یې پر موږ قیمته پلورل کېږي.
عبدالباقي زیاتوي، په کلي کې کروندګر خپلو حاصلات په ساده ډول ساتلو له پاره له بېلابېلو لارو کار اخلي.

د ده په وینا، د کلي کروندګر په خپلو کروندو کې ځای ژوروي او تر هغه وروسته ورباندې پلاستیک او خاوره اچوي، چې تر ډېره پورې دغه کار ۵۰ سلنه حاصلات خرابېدلو ساتي، خو بیا هم کروندګر نه شي کولای، چې په سمه توګه د خپلو حاصلاتو ساتنه وکړي.

په ۱۳۹۲ لېږدیز کال کې د کرنې وزارت اعلان کړی وو، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به د ۲۸ میليونو ډالرو په لګښت د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سړې خونې جوړوي.

د هغه مهال کرنې وزیر محمد آصف رحيمې ويلي وو، چې يادې سړې خونې د دغه وزارت د پراختيايي بوديجې په لګښت په نړيوالو معيارونو جوړېږي.
د سړو خونو په اړه داسې هم ويل شوي وو، چې يادې ټولې سړې خونې به د يوې ټولګې په بڼه جوړې شي، چې د پروسس، تړلو، مينځلو، اداري جوړښت، د برېښنا ځاى، د جنراتور کوټه، د ساتنې برجونه، د اوبو زېرمه تون، د وسايطو له پاره ځاى، د تېلو پمپ او نور ډېر تخنيکي سيستمونه او مرکزونه ولري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام