د لوګر د مرکز پل علم په ګډون د یو شمېر لېرو پرتو ولسوالیو مدني او رسنیزو فعالانو د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت په استېناف څارنوالۍ نیوکه وکړه، چې د تېرو درېیو کالو راهیسې یې د مجرمانو او سیاسي زندانیانو قضيې په علنې توګه نه دي راسپړلي.
یو شمېر رسنیزو فعالانو خو مخامخ د استېناف څارنوالۍ په کارکوونکیو تور پور کړ، چې ډېرې سیاسې قضیې د پيسو په بدل کې له رسنیو او عامو خلکو پټې د تړلو دوازو تر شا حل او فصل شوې دي.
ازاد خبریال احسان الله مهجور وايي، ډېر داسې سیاسي زندانیان شته، چې د ۹ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې خوشې شوې دي.
د ده پر وینا، د ډېرو سیاسي بندیانو قضیې د پيسو په بدل کې حلیږي او حتا ځېنې خو ورته د کور سامان الات او حیوانات هم خرڅوي او ځان په پيسو راخلاصوي.
سمیع الله پیوند بل خبریال دی، دی د لوګر پر استېناف محکمې غږ کوي، چې روڼوالی یې له پامه غورځولی او د دې ولایت د ډېرو زندانیانو قضیې پټې فیصله کړې دي.
جوړې شوې غونډې ته د لوګر د مدني ټولنو استازي ډاکتر موسی محمدي وویل، چې د تېرو څو کالونو راهیسې په دغه ولایت کې هېڅ داسې یوه علني محاکمه نه ده شوې، چې د مدني ټولنو غړیو ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وي.
محمدي زیاتوي، څو – څو ځلې یې له ولایتې ادارې غوښتني، چې د مجرمانو دوسيې باید په علني ډول وڅېړل شي او دوی ته په کې د ګډون حق ورکړل شي؛ خو داسې معلومېږي، چې په دې اړه تر اوسه څه نه دي شوي.
د مدني ټولنې د غړیو په باور، خلک ځکه د شخړو پر مهال د طالبانو محکمو ته مراجعه کوي، چې په دولتي محکمو کې فساد او خپلوي پالنه اوج ته رسېدلې ده.
غونډې ته د لوګر والي محمد حلیم فدایي د وسله والو طالبانو محکمې او پرېکړې د قانون پر خلاف او ځنګلي فیصلې وبللي، چې هېڅ ډول عدالت نه لري.
فدایي وویل، په لوګر کې چې محکمې کومې پرېکړې او فیصلې کړې دي؛ ټولې له قانون سره سمې حل شوې دي.
بل خوا د لوګر استېناف محکمې مشر قاضي حقیق الرحمان حقمل پر استېناف څارنوالې ټول لګېدلي تورونه رد کړل او زیاته يې کړه، چې ټولې دوسيې يې د قانون په چوکاټ کې حل او فصل کړې دي.
حقمل زیاته کړه ډېرې قضیې ځکه له رسنیو څخه پټې حل او فصل کېږي، چې د مجرمانو کورنۍ نه غواړي خپل هویت په رسنیو کې ذکر کړي.
د حقمل پر وینا، د مجرمانو کورنۍ د خپلو انساني حقوقو له امله نه غواړي، چې رسنۍ پرې خبرې شي او هم دوی وېره لري، چې له کومې خوا ورته امنیتي ستونزه جوړه نه شي.
خو د دې ولایت اوسېدونکي وايي، د لوګر په محکمو کې د پراخ فساد او بډو اخېستلو له کبله نیمايي اوسېدونکې د شخړو او پېښو د هواري پر مهال د طالبانو محکمو ته ورځي.