افغان حکومت په لومړي ځل له پاکستانه د راستنېدونکو غېر راجستر شویو کډوالو سره د نقدي مرستو لړۍ پېل کړه.
د مرستو دغه لړۍ نن دوشنبه( اکټوبر ۳۱مه) په تورخم کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو، ننګرهار والي او یو شمېر نورو دولتي مسوولینو له خوا پېل شوه.
په ټوله کې دغه ۱۰۰ میلیونه افغانۍ نقدي مرستې د افغان حکومت له خوا له پاکستانه د را ستنېدونکو هغو کډوالو سره کېږي، چې د کډوالۍ قانوني اسناد ونه لري.
د دغو مرستو د پیل په مراسمو کې د ننګرهار والي ګلاب منګل رسنیو ته وویل، ددغو سل میلیونه افغانیو له مرستې څخه د قانوني اسنادو نه درلودونکې کورنۍ هر غړي ته ۳ زره او ۳۵۰ افغانۍ ورکول کېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره د هغو راستانه کیدونکو د کورنۍ هرغړي ته چې د کډوالۍ اسناد ولري شاوخوا ۴۰۰ امریکايي ډالر ورکوي، خو بې اسنادو کډوال له دغې پیسو بې برخې وو او د( IOM) ادارې له خوا به ورسره یواځې د ځینو خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کېده.
د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت مرستیالې او د مرستو د یاد پروګرام مشرې ډاکټرې حلیمې وویل، د روان کال په غبرګولې میاشت کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو بېرته را ستنېدل پیل شول، د کډوالۍ عالي کمیسیون ته ولسمشر محمد اشرف غني لارښوونه وکړه، چې د راستنېدو کډوالو له پاره بېړنی پلان ترتیب او د پلي کېدو له پاره یې اړین ګامونه پورته کړي.
نوموړې همدا راز وویل، هغه کډوال چې د دغو مرستو له پیل څخه مخکې هېواد ته راغلي، له هرې کورنۍ سره به یې ۱۰ زره افغانۍ مرسته وکړي.
ډاکټره حلیمه وايي، حکومت د راستنیدونکو کډوالو د ژوند ښه کېدو په موخه د نورو اسانتیاوو تر څنګ د دایمي مرستو له پاره یو صندوق ایښی، ترڅو له دې لارې نورې مرستې هم راټولې او پر کډوالو به یې وویشي.
په همدې حال کې د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت اداري او مالي مرستیال احمد ولي حاکمي وایي، چې له دغو ۱۰۰ میلیونه افغانیو مرستې وروسته همدومره نورې پیسې هم لري، او ددې ترڅنګ په ننګرهار او کابل کې تر ۳۰ زره پورې نومرې هم د کډوالو له پاره په پام کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې یو شمېر غیر راجستر شویو کډوال د مرستو له دغه بهیره خوښي وښوده، خو ویل، چې حکومت يې د نورو مرستو تر څنګ د سرپناه غم هم وخوري.
له دغو کډوالو یو تن د امان الله په نوم وايي، چې د پېښور د پندو چوک نه راغلی او د افغان حکومت مرستو ته اړتیا لري.
د ننګرهار د ولایتي ادارې او کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې اوس هره ورځ د تورخم پر لاره شاوخوا ۶۰۰کورنۍ هېواد ته راستنېږي، چې په دې وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۶۵ زره کورنۍ هېواد ته را ستنې شوي، چې زیاتره یې د ژوند د نورو ستونزو تر څنګ د سرپناه له نشتوالي هم شکایت کوي.