د ترکش ایرلاینز پورې اړونده یوه بار وړونکې الوتکه نن د (جنورۍ پر ۱۶مه) سهار څه باندې ۷ بجې د قرغزیستان د پلازمېنې بیشکېک په ۲۵ کلومټرۍ کې پر استوګنیزو ودانیو ورغورځېدلې، چې د لسګونو ودانيو ړنګېدو ترڅنګ تر اوسه د ۳۷ تنو د وژل کېدو خبرونه یې خپاره شوي دي.
د ځايي چارواکیو د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې اکثره یې د همدې استوګنیزو ودانیو اوسېدونکي دي، چې مېرمنې او کوچنیان هم په کې شامل دي.
د قرغزیستان هېواد د بېړنیو پېښو د ادارې چارواکیو ای پي خبري اژانس ته ویلي، چې د دې پیښې له امله د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم لوړېدلی شي، چې پر وینا یې، تر اوسه پورې د ورانو شویو ودانیو په پلټنه بوخت دي.
د پېښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي، چې دغه الوتکه د ودانیو سره جنګېدلې چې له امله یې د ځېنو کورنيو ټول غړي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د قرغزیستان حکومت لوړپوړي چارواکي د پېښې ځای ته رسېدلي او زیاتوي، چې را لوېدلې الوتکې په تورکش ایرلاینیز پورې تړاو لرلو؛ خو د ترکش ایرلاینز ادارې د ټولنیز شبکې ټویټر پر خپله پاڼه د پېښې له قربانيانو سره غمرازي ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې نسکوره شوې الوتکه په دوی پورې تړاو نه لري.
دغه الوتکې له هانګ کانګ څخه الوتنه کړې او په بیشکېک کې له دمې وروسته ټاکل شوې وه، چې ترکیې هېواد ته پرواز ولري.
د یادونې ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې هم ایران ته یوه تلونکې الوتکه غورځېدلې وه، چې له امله یې شاوخوا۶۰ کسان وژل شوي وو.