په فراه کې د ملي اردو له ۲۰ ډېر سرتېري وژل شوي

د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع سلام وطندار ته وویل چې طالبانو بېګا شپه د دې ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په ګنسک سیمه کې د ملي اردو پر یوې پوستې برید کړی او له د ملي اردو له ۲۰ ډېر سرتېري یې وژلي‌.

د ښاغلي قانع په خبره، طالبانو لومړی په شپنیو وسلو د پوستې ساتونکي وژلي او بیا پوستې ته له ننوتلو سره سم یې د ملي اردو ټول سرتېري وژلي‌ دي.

هغه زیاته کړه، طالبانو د امنیتي ځواکونو له وژلو وروسته د پوستې ټول تجهیزات له ځان سره وړي او پوستې ته یې اور اچولی دی.

په ورته وخت کې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي د دې خبر پخلی کوي او وايي، چې طالبانو په‌دې برید کې د ملي اردو له ۲۰ د کمو سرتېرو ژوند اخیستی دی.

طالبانو د دې خبر په تایید سره ویلي چې د ملي اردو له ۲۰ ډېر سرتېري یې وژلي او ۱۰ میله وسله یې هم له ځان سره وړې‌ ده.

طالبانو څلور شپې مخکې هم د فراه ښار په شوالګا او د بالابلوک ولسوالۍ په فراه‌رود سیمه کې د امنیتي ځواکونو په درېیوو پوستو ډله‌ییزه بریدونه کړي وو چې د شوالګا پوستې په برید کې ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي‌وو او ۴ نور یې نیولي وو او دغه راز د بالابلوک ولسوالۍ په دوو پوستو هم یې برید کړی‌و چې ۱۷ امنیتي ځواکونه یې په‌کې وژلي‌‌ وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام