په فراه کې۵۰ پوله‌ساتي پولیس وژل شوي او ۲۰ اسیران دي

 

د فراه ولایت د پشت‌کو ولسوالۍ یوې امنیتي سرچینې سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو تېره شپه د پشت‌کوه ولسوالۍ ولسوالۍ کې د پوله‌ساتو ځواکونو په یو کنډک برید کړی چې ۵۰ پولیس یې وژلي او ۲۰ یې اسیران کړي‌دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی دادالله بیا وايي چې د ده لومړني معلومات ښيي چې په‌دې برید کې ۲۰ پوله‌ساتي ځواکونه وژلي دي.

د ده په وینا، طالبانو نور ډېر سرتېري له ځان سره ژوندي وړي‌ دي.

د سیمې اوسېدونکي هم تاییدوي چې طالبانو د تلفاتو د اړولو ترڅنګ د دې کنډک پوځي تجهیزات هم وړي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب‌الله محب د پېښې پخلی کوي؛ خو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام