د فاریاب سیمهییزو چارواکيو پرون د میمنې ښار په «کتهکم» سیمه کې د سخيمحمد په نامه د یو ځوان جسد پيدا کړیدی.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدجاوېد سلام وطندار ته وویل، چې دې هلک صرافي لرله او د پنجشنبې پر ورځ په پشتونکوټ ولسوالۍ کې نادرکه شویو.
د بیدار پر وینا، د عدلي طب څېړنې ښيي، چې دغه هلک د تېشې یا کلنګ پهواسطه په سر وهل شوی او وژل شویدی.
بیدار وویل، چې تر اوسه د دې قتل علت او انګېزه نهده معلومه؛ خو کشفي ارګانونه خپلې څېړنې پیل کړېدي.
د فاریاب د امنیې قوماندانۍ ویاند همدارانګه زیاته کړه، چې کله چې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د جسد په سیمه کې په موټرسایکل سپور یو شخص ولید، چې له نښتې وروسته د پولیس له لوري ونیول شو.
د هلک د کورنۍ پر وینا، سخيمحمد د پنجشنبې پر ورځ له خپل «فیلډر» ډوله موټر سره لادرکه شویو، چې پرون یې جسد وموندل شو.
دوی وايي، چې له چا سره دوښمني نهلري.