د لومړي ځل له پاره د فاریاب په مېمنې ښار کې د لاسي صنایعو، هنري اثارو او لبنیاتي محصولاتو نندارتون د لینکن ښوونیز مرکز له خوا پرانیستل شو.
د لینکن ښوونیز مرکز مسوول احمد جاوید نوري سلام وطندار ته وویل، چې دغه نندارتون د فاریاب ولایت قيصار، المار او پښتونکوټ ولسوالیو د صنعت کارانو او توليد کوونکو د هڅونې له پاره ترسره شو.
په یاد نندارتون کې د ښځو لاسي صنایع لکه قالین، لیمڅی، ټغر، ټغرګی، دستمال، د نجونو جامې، په لاس کار شوې جامې، افغاني واسکټونه، په مهرو ګنډل شوې جامې او نور افغاني صنایع نندارې ته وړاندې شوي وو.
د هنري اثارو په برخه کې د فرهنګي او ټولنیزو او پېژندل شويو څېرو انځورونه هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
د هنرمندانو او صنعتکارانو پر وینا، د دغه ډول نندارتونونو جوړول د فاریابي ښځو د لاسي کارونو پر وده او پرمختګ ښه اغېز کولی شي.