د فاریاب مرکز میمنې ښار سلګونواوسېدونکو د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال په پلوۍ په بلخ ولایت کې د جنرال دوستم د انځور په را ښکته کولو په اعتراض کې لاریون وکړ.
د نوي کال په شپه د مزار په کامګار څلور لاري کې «نامعلومو» کسانو له لوري د ولسمشر د لومړي مرستیال انځور یې را ښکته کړی و، چې دغه کار د ده او د بلخ سرپرست والي عطامحمدنور د پلویانو تر منځ د لانجې لامل شو.
د مزار شریف ښار تېره ورځ (سه شنبه) د عطامحمد نور او د جنرال دوستم د پلویانو له لوري د ستر لاریون شاهد و.
د دوستم پلویانو غوښتل، باید هغه کسان ونیول شي، کوم چې د دوسمتم انځورنه یې راکوز کړي دي.
له بل لوري د نور پلویانو د سرپرست والي په ملاتړ لاریون کړی و.
د دواړو پلویانو په ټولنیزو رسنیو کې هم د یوبل پر وړاندې مخامخ مرچې نیولې دي.
د میمنې په ښار کې د دوستم پلویانو دغه کار د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال ته بې احترامي وګڼله او د دې کار د عاملینو د نیولو غوښتنه یې کوله.
دوی وویل، چې د بلخ سیمه ییز مسوولین د عطامحمد نور په ګډون په دې کې کار کې لاس لري او له حکومته یې وغوښتل، چې په بلخ کې «ګوندي حکومت» د پای ټکی کېږدي او په دې ولایت کې دې ټول قومونو اوسېدونکي په حکومت کې وڼده ولري.
دغو اعتراض کوونکو وویل، چې تر هغې به دوی «خپل مدني او سوله ییز اعتراض ته دوام ورکوي، تر څو چې د دې بې احترامۍ عاملین نیول شوی نه وي».
خو له بل لوري د بلخ والي ویاند منیر فرهاد وویل، چې دغه کار د «ناپېژاندو لانجه جوړوونکو» خلکو له لوري شوی دی او د بلخ سیمه ییزو چارواکي په دې کار کې لاس نه لري.
دی وايي، چې د بخل ولایت کشفي مسوولین د دغه کار د عاملینو د نیولو په لټه کې دي او هغوی به له پژندنې وروسته ونیسي او د «قانون» سره سم به سزا ورکړي.