په غور کې د ښځو له‌پاره د لاسي صنایعو لومړۍ کارخانې کار پيل کړ

 

غور ولایت کې د لاسي صنایعو یوې کارخانې مېرمنو ته د کاري موکو د پيدا کولو په پار تازه په کار پيل وکړ.

د دې کارخانې مسوول اسماعیل رسا سلام وطندار ته وویل، چې په هېواد کې د قالینو او نورو وروته لاسي صنایعو د رونق ترڅنګ هڅه کوي، چې په‌دې ولایت کې د ښځمنو له‌پاره د کار او پېشې زمینه برابره کړي.

لاسي صنایع یو له هغو کسبونو شمېرل کېږي، چې مېرمنې يې د کور د کارونو ترڅنګ هم مخته وړلی شي او له‌دې لارې له خپلې کورنۍ سره په  اقتصادي برخه کې مرسته کولی شي.

د رسا پر وینا، د دې کارخانې له جوړېدو سره یې ۱۵۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې‌ده.

د کارخانې مسوولان وايي، هڅې کوي، چې په راتلونکیو څوو میاشتو کې ۵۰۰ مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړي.

په‌دې کارخانه کې په کار بوختې مېرمنې وايي، چې دلته له کار کولو ځکه خوشاله دي، چې ډېر کارونه یې داسې دي، چې دوی ورسره له‌پخوا نه بلدې دي.

 

فرزانه ندایم د همدې کارخانې کارکوونکې وايي، چې دوی دلته له مریو نه جوړ کالي، خامکونه او ورته هر ډول لاسي توکي جوړوي او دومره عاید تر لاسه کوي، چې د خپلې کورنۍ سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړي.

د دې کارخانې بله کارکوونکې بي بي هوا بیا د فابریکې له کاره ځکه خوشاله ده، چې د دوی هغه کارونه یې منظم او اقتصادي کړل، چې پخوا یې په کور کې د یو منظم پلان له‌مخې نه‌شول ترسره کولی.

دوی د دې فابریکې له جوړېدا خوشاله دي او هیله کوي، چې په نورو ځایونو کې هم دا ډول فابریکې جوړې شي، چې ښځمنې له خپلو کورنیو سره په اقتصادي برخه کې مرسته وکړای شي.

د غور ولایت د ښځو چارو ریاست رییسه معصومه انوري په‌دې ولایت کې د لاسي صنایعو کارخانې جوړول د وزګارو او بې‌‌سرپرسته مېرمنو له‌پاره د کار ښه زمینه بولي.

مېرمن انوري زیاتوي، چې له‌دې مخکې يې هم  په غور کې د مېرمنو لاسي صنایعو د ودې له‌پاره هڅې کولې؛ خو ښې پایلې يې نه لرلې.

له‌دې وړاندې هم د غور کاریګرو مېرمنو په‌دې ولایت کې د خپلو لاسي تولیداتو له‌پاره د مارکېټ له نه‌شتوالي شکایت کولو او له حکومته يي د لاسي تولیداتو ځانګړي بازارغوښتنه کړې‌وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام