په غور کې د قانون نه تطبیق خلک د کوکنارو کښت ته هڅولي

 

په غور ولایت کې د قانون نه پلي کول ځينې بزګران او خلک زړور کړي او د کوکنار په شان د غیر قانوني نباتاتو کښت ته يې ملاوې تړلې دي.

راپورونه وايي، نه یوازې دا چې په دغه ولایت کې د کوکنارو د کښت مخنیوی شوی، بلکې د بدیل له‌پاره يې هم کار نه‌دی شوی.  

 په یاد ولایت کې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې رېیس محمد یوسف وکیلي سلام وطندارته وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې ډيرو بزګرانو د قانون نه ټينګښت له امله د ولسوالیو نږدې مرکزونو کې کوکنار کرلي دي.

وکیلي زیاتوي، چې د کوکنارو بدیل کښت نشتون ترڅنګ د قانون نه پلي کول ددې لامل شوي چې بزګران په زغرده کوکنار وکري.

د ده پروینا که څه هم د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ادارې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت پروړاندې مبارزه پیل کړې وه، خو ګټوره تمامه نه شوه.

هغه خبرداری ورکوي، چې که په دغه ولایت کې د کوکنارو کښت او نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوی ونه شي د غور ډیری وګړي به په نشو روږدي شي.

په همدې حال کې د غور مدني فعالان د کوکنارو کښت زیاتوالي انديښمن دي او وايي، چې د نشه‌يي توکو پرضد جدي مبارزې نشتون، د دې لامل شوي چې په دغه ولایت کې نا امني زیاته شي.

د غور دوه مدني فعالان تیمور شاه او محمدحسن حکیمي وايي، چې د کوکنارو د کښت څښتانانو ته چا د زیانونو په باب څه نه‌دي ویلي او چاقاق يې د غور پر امنیت منفي اغیز کړی دی.

په همدې حال کې د والي ویاند عبدالحی خطیبي بې وزلي، وزګارتیا او ګراني په غور ولایت کې د کوکنارو د کښت زیاتوالي له لاملونو بولي او زیاتوي چې هڅه کوي بزګرانوته د کوکنارو ښت بدیل پيداکړي.

د کوکنارو د کښت زیاتوالي په اړه انديښنې داسې مهال رامنځته کیږي، چې تېر کال هم د نشه‌يي توکو پرضد د مبارزې ادارې چارواکو دغه ولایت کې له ۵۰ زره ډيرو پر نشو روږدي کسانو خبر ورکړل شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام