په غور کې د طالبانو نظامي مانور

د غور ولایتي شورا ځېنې غړي او مدني فعالان وايي، له څوو ورځو راهیسې وسله‌والو طالبانو د ملا احمدشاه چې په دې ولایت د طالبانو مرستیال دی او دغه‌راز د دې ډلې د یو بل قوماندان ملاهجرت په مشرۍ یې په درېیو لوېدیځو ولسوالیو کې نظامي مانورونه پیل کړي دي.

د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان سلام‌وطندار ته وویل، طالب وسله‌وال په شهرک، تولک او ساغر ولسوالیو کې فعال حضور لري او د بریدونو پلانولو په حال کې دي.

د ولایتي شورا دغه غړي په خبره، طالبان په دې ولسوالیو کې د نظامي ښوونې روزنې سربېره د حکومت خلاف د خلکو راټول او تبلیغ پيل کړی دی. عطشان وايي، که حکومت د دغو ولسوالیو امنیت ته پام ونه کړي امنیتي حالت به له دې هم خراب شي.

د غور مدني ټولنې مسوول خدایار واقف د دې ولایت په لوېدیځو ولسوالیو کې د امنیتي حالت په اړه اندېښنه ښيي او وايي، له دغو ولسوالیو سربېره طالبان د غور ـ هرات پر لویه لاره هم واک لري، خو حکومت په دې اړه تراوسه چپ پاتې شوی دی.

ورته وخت کې د والي ویاند عبدالحی خطیبي د طالبانو د نظامي مانور ترسره کولو موضوع ردوي او وايي، طالبان یوازې د غور ـ هرات لویې لارې په اوږدو کې ډېر کم حضور لري.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د غور ولایتي شورا غړي او مدني فعالان وايي، دمګرۍ د غور ۶ لوېدیځې ولسوالۍ د ترهګرو له‌خوا لوړ ګواښ سره مخ دي. په خبره یې، د شهرک ولسوالۍ په تازه نښته کې یو پولیس سرتېری وژل شوی او ځېنې یې ټپیان شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام