په غزني کې ۴ تنه نور و تښتول شول

د غزني ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې ناپېژانده وسله والو له لوري نن سهار د (جون په ۱۶مه) د جاغوري ولسوالۍ څلور تنه اوسېدونکي د قره باغ جاغوري پر لارې د قره باغ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې و تښتول شول.

د غزني ولایت د پولیسو امنیه قومندانۍ د امنیت امر اسدالله انصافي سلام وطندار ته وویل، چې دغه تښتول شوي کسان له پلازمېنې کابل نه راغلي و.

انصافي په وینا، کله چې یاد کسان سهار جاغوري ته په لاره و د قره باغ دښتې په اړوند سیمه کې و تښتول شول.

د امنیت امر وايي، چې په دې اړه یې خپلې پلټنې پېل کړي دي.

دغه څلور تنه په داسې حال کې تښتول کیږي، چې تېره اونۍ ناپېژاندو وسله والو ۴ تنه ولسي وګړي په جاغوري ولسوالۍ کې و تښتول.

په دغو کې دوې میرمنې، یو ماشوم او یو تن د موټر چلونکی شامل وو؛ دوی له جاغوري نه دهمردې په لور روان وو، چې د ګیلان ولسوالۍ رسنه په سیمه کې و تښتول شول.

د دغې پېښې په تړاو د جاغوري ولسوالۍ قومي مخور د رسنه په سیمه کې له طالبانو سره اړیکه نیولي وه، طالبانو د قومي مخور په ځواب کې ویلي و چې د دوی دا کار نه دی کړی.

له څو ورځو وروسته د جاغوري او ګیلان ولسوالۍ قومي مشرانو له تښتونکو سره خبرې وکړې او تښتونکو د یادو کسانو د خلاصو په بدل کې ۲،۵ میلیونو افغانیو او د ملي امنیت له زندانه د یوې ازبکۍ میرمنې د خلاصون غوښتنه یې کړې وه.

هغوي ویلې و، چې له دې پرته به تښتول شوي کسان نه خوشې کوي او دې ته چمتو دي چې د جاغوري له ولسونو سره جګړه وکړي.

دغو قومي مخور زیاته کړه، چې دغه کسان یې زابل ولایت ته وړي دي.

په تېرو څو میاشتو کې د غزني ولایت څخه د تښتونو دا څلورمه پېښه ده، چې د رسنيو له لوري يې راپور ورکول کيږي.

د تېر کار د کب میاشتې په ۴مه نېټه ۳۱ تنه لارویان، چې له کندهاره کابل ته په لاره و د زابل ولایت د شاه جوي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې و تښتول شول.

دغه تښتول شوي کسان له دوه نیمو میاشتو وروسته د ۳۱ تښتول شویو مسافرو له ډلې نه ۱۹ تنه یې راخوشې شول او پاتې کسانو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام