په غزني ولایت کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د خنجر په نوم نظامي عملیات پیل شوي دي.
دغه عملیات تېره ورځ د ګیلان او مقر په ولسوالیو کې پیل شوي دي.
د غزني سرپرست والي موسی خان اکبرزاده سلام وطندار ته وویل، چې دغه عملیات اوس مهال دوام لاري او وسله والو مخالفینو ته یې تلفات اړولي دي.
د اکبرزاده په وینا تر دې مهاله په یادو عملیاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او د ګیلان او مقر ولسوالیو ۹۰ سلنه سیمه له وسله والو طالبانو پاکه شوې ده.
له بلې خوا د غزني مرستیال والي سلام وطندار سره په خبرو کې دا هم وویل چې دا عملیات د ناوې ولسوالۍ د بیا نیولو په موخه پیل شوي چې له ۷ کلونو راهیسي د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده.
نوموړي زیاته کړه چې تر دې مهاله له ۱۶ تر ۲۰ وسله وال طالبان په دې عملیاتو کې وژل شوي دي.
په غزني کې ناامنۍ له دوه میاشتو را په دې خوا زور اخیستی او په تېرو دوه میاشتو کې د برمته نیونې څو پېښې ددې ولایت په اړوند او شاوخوا سیمو کې شوي دي.
همدا ډول د دې ولایت ځېنې سیمې په تازه ګۍ د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د عملیاتو په پیل کولو سره هغه سیمې چې پخوا او اوس د طالبانو په واک کې دي، د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.
د خنجر عملیاتو د پېل خبر چارواکي داسې مهال ورکوي، چې وسله والو طالبانو هم د پسرلني بریدونو ګواښ کړی چې دملي دفاع وزارت یواځې تبلیغات بللي وو.