د هېواد په سوېل ختيځو ولايتونو کې په دې وروستیو کلونو کې خلکو د شاتو مچیو ساتلو ته پاملرنه زیاته کړې ده.
دغه کاروباریان د شاتو مچيو د پروسس له پاره د اسانتياوو نشتوالي ماڼيجن کړي.
دوی د ساده او ډېرو لومړنيو وساويلو په وسیله دشاتو جوړونې چارې ترسره کوي ، چې په وينا يې له همدې کبله یې کار ټکنی دی.
ددې له پاره، چې د سينځلي، شینشوبي او شوتلې له ګلانو خپله شومه راټوله کړي.
د مچیو کاروباریان د دوبي په موسم کې له ګرمو سيمو مچۍ پکتيا، پکتيکا او لوګر ولایتونو ته راوړي.
د مچيو روزونکي وايي، چې دوی د هوا په سړېدو سره خپلې مچۍ ګرمو سیمو ته وړي.
د روزونکو په خبره، په کال کې درې یا څلور ځله له مچیو شات را ټولوي، له دې مرحلې وروسته دوی په خپله اویا یې هم هټیوالو ته د پروسس له پاره ورکوي.
د پکتیا مرکز ګردیز ښار هټیوال جمال الدين په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې دوی په ساده لومړنیو وسایلو سره شات پروسس کوي.
د ګردېز ښار يو بل هټيوال مزمل وايي، چې د پروسس له پاره ځانګړې لويې کارخونې په کاریږي، خو د کارخونو د نشتوالي له امله تر ډېره د افغانستان شات په پاکستان کې پروسس کیږي.
دغه هټیوال زیاتوي، چې په افغانستان کې د شاتو د پروسس په برخه کې پانګونه نه ده شوې.
د پکتيا د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي، دا مني چې په دې ولایت کې د شاتو پروسس لپاره کومه خصوصي او دولتي پانګونه نه ده شوې.
د کرنې او مالدارۍ رييس ذبيح الله حسن زی وايي، په راتلونکې کې پلان لري چې د شاتو د پروسس له پاره ځانګړی ځای جوړ کړي.
په سوېل ختيځو ولایتونو کې يواځې د مچيو روزنکي او هټيوال نه دي، چې د شاتو د پروسس چارې کمزورې يادوي، بلکې د تازه او وچو ميوو پرسس په برخه کې هم زمينه نه ده برابره شوې چې د صادراتو پر مهال د هېواد دننه ورڅخه ګټنه واخيستل شي.