په زابل کې ۵ وسله وال په خپل ماین ووژل شول

د زابل ولایت امنیتي مسولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د یاد ولایت امنیه قومندان ویاند احمد فواد عسکري نن د (جولای په ۲مه) سلام وطندار ته وویل، چې ۳ تنه وسله وال طالبان هغه مهال د خپل ماین ښکار شول، چې د دایچوپان ولسوالۍ پر لویه لار یې ماینونه ښخول.

عسکري زیاتوي، چې ۲ تنه نور وسله وال مخالفین د شاه جوۍ په ولسوالۍ کې د لويې لارې پر سر د ماین پر ښخولو بوخت چې خپل ماین پرې چاودنه وکړه او ووژل شول.

نوموړی وايي، په دواړو ولسوالیو کي له وژل شويو وسله والو څخه یو شمېر چاودېدونکي توکي او سپکې وسلې پولیسو ته په لاس ورغلي دي.

په ورته وخت کې د هېواد سويلي ولایت کندهار کې پر یوه کور د هاوان ماین لګېدنې له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د هاوان مرمۍ ټپيان کړي

د کندهار امنیه قومندانۍ ویاند ضیاء دراني د (جولای په ۲مه) سلام وطندار ته وویل، چې نن له غرمې مخکې د میانشین ولسوالۍ د "څانګۍ" په سیمه کې پر یو کور د هاوان ماین د لګېدو له امله د یوې کورنۍ ۷ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، ټپیان شوي دي.

درانی وايي، چې ټپیان د ملي پولیسو لخوا د سیمې نېږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ده په خبره، د دوو تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

دا په داسې حال کي ده، چې تېره ورځ د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله په پنجوايي ولسوالۍ کې هم ۳ ماشومان وژل شوي وو او ۴ نور ماشومان د لوبو پر مهال ټپیان شوي وو. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام