په زابل کې د طالب او داعش اورپکو سختو جګړو ۹۴ تنه ووژل

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې له ۳ ورځو راهیسې په ارغنداب، خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو او داعش اورپکو ترمنځ په روانو سختو نښتو کې د دواړو خواو نه ټولټال ۹۴ تنه وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايي، د دوي د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ تېره ورځ د طالبانو او داعش تر منځ په نښته کې د دواړو خواو ترمنځ ۳۰ تنه وژل شوي او نن ورځ (یک شنبه) د دواړو وسله والو ډلو ترمنځ په روانه نښته کې ۵۰ تنه داعشیان او ۱۴ طالبان وژل شوي دي.

فراهي د یادې نښتې د ټپیانو په اړه معلومات ور نه کړل.

تر اوسه پورې طالبانو او داعش ډلې په خپلو کې د نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

له بل لورې د زابل ولایتي شورا د طالب او داعش ډلو تر منځ روانې نښتې مني او دې جګړو اندېښمن کړي دي.

د شورا غړې فوزیه کاکړه، د ولسي خلکو د ژوند خوندیتوب په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې د زابل ولایتي شورا له سیمه ییزو چارواکو سره په اړیکه کې ده، چې د ولسي خلکو ساتنه وکړي.

نوموړې په دې اړه سلام وطندار ته وویل، چې تر اوسه پورې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه دوی ته کوم راپور نه دی ور رسېدلی.

په ورته وخت کې د سوېلي حوزې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د رسنیو مسول عبدالعزیز اکرمي وايي، چې د وسله والو ډلو خپلمنځیو نښتو کې ډېر وخت ولسي وګړو ته زیان رسیږي.

نوموړی له دواړو وسله والو ډلو غواړي، چې د ولسي خلکو ژوند او شتمنیو ته پام وکړي.

د زابل خاک افغان ولسوالي له تېرو ۸ کالونو راهېسي د وسله والو طالبانو ترواک لاندې ده او د دې ترڅنګ دایچوپان او ارغنداب ولسوالیو اکثره سیمي هم د وسله والو طالبانو په لاس کي دي؛ دا لومړی ځل دی، چې په دغو سیمو کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلو ترمنځ زوره ورره نښته کیږي.

تېره ورځ د زابل د والي ویاند ويلي و، چې دغه جګړې په حقیقت کې د طالبانو د دوه ډلو ترمنځ رامنځته شوي، چې د یوې مشري ملا دادالله منصور او د بلې مشري ملا اختر محمد منصور کوي.

داعش له ۷ مسافرونو سرونه غوڅ کړي

د زابل ولایت امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي وايي، چې په دغه ولایت کې داعش وسله والې ډلې ۳ تنه نارینه هزاره ګان او ۴ تنه مېرمنې چې په دې وروستیو کې یې د غزني ولایت له ګیلان ولسوالۍ څخه د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته تښتولې وې وژلي دي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، چې د ۷ تنو جسدونه د کلي سپين ږیرو له خوا زابل ولایت شاه جوی سیمه ییز روغتون ته ور وړي دي.

د غزني ولایتي شورا رییس خالق داد اکبري او د جاغوري ولسوال ظفر شریف سلام وطندار سره په مرکه کې د داعش ډلې له لوري د دغو کسانو وژل کېدل ومنل.

اکبري وایي، چې د تېر کال راهیسې د جاغوري ولسوالۍ ۱۷ تنه اوسېدونکي د غزني ولایت د ولسوالیو په لاره کې د داعش ډلې له خوا تښتول شوي دي.

نوموړی وايي، چې په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ په نښته کې ۳ تنه مېرمنې او ۴ نارینه وو څخه سرونه غوڅ کړي دي او د پاتې ۱۰ تنو برخلیک معلوم نه دی.

اکبري زیاته کړه، چې د دوی ته د ور رسېدلي معلوماتو پربنسټ داعش ډلې سره د نیول شویو کسانو له ډلې یوه مېرمنه تښتېدلې ده او اوس مهال د طالبانو سره ده او دغه ښځه ځان د ننګرهار معرفي کوي.

ظفر شریف وايي، چې د جاغوري ولسوالۍ قومي مشران د وژل شویو قربانیانو په جسدونو پسې تلل، خو د نښتو له امله و نه توانېدل.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام