یوې امنيتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط سلاموطندار ته وویل، چې تېره شپه د (مارچ پر ۱۰مه) د زابل ولایت د سیوري ولسوالۍ د «لوی ښاره» په یوه امنیتي پوسته کې دوو تنو نفوذي پولیسو خپل ۸ ملګري وژلي او ناڅرګندې خواته تښتېدلي دي.
د سرچینې په خبره، نفوذي پولیسو له ځان سره د امنیتي پوستې وسلې او مهمات هم وړي دي.
سیوری د زابل یوه ناامنه ولسوالي ده، چې اکثره وخت ورڅخه د مخامخ جګړو او وسلهوالو بریدونو خبرونه هم رارسېږي.
د یادي پېښې په اړه تر اوسه وسلهوالو طالبانو او رسمي سرچینو څه نهدي ویلي.