په روزګان کې ۵ ماشومان د شري ناروغۍ د واکسین ناسم تطبیق له امله مړه شوي

راپورونه وايي، چې د افغانستان روزګان ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې ۵ ماشومان د شري ناروغۍ د واکسین د تطبیق له امله مړه شوي او ۸ نور يې په روغتون کې بستر دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ډاکتراحمدجان سلام وطندار ته ددې پېښې او د مړه شویو ماشومانو د شمیر پخلی وکړ او زیاته یې کړه، چې د موضوع د څرنګوالي په اړه له کابل څخه یو پلاوی سیمې ته استول شوی، ترڅو دا موضوع  وڅېړي.

احمدجان زیاته کړه، چې د شري واکسین د پیچکارۍ په‌واسطه تطبیق کېږي، نو ځکه شونې ده، چې د واکسینو د ناسم تطبیق له امله د ماشومانو مړینه او ناروغتیا رامنځ ته شوي وي.

او ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ښایي دواکسیناتورانو په جامه کې مخالفینو دا کار کړی وي.

احمدجان وویل، دا هم نه‌شي ردولی، خو په دې اړه باید څیړنه وشي.

په همدې حال کې د روزګان د عامې روغتیا رییس ډاکټر خان اغا مياخېل سلام وطندار ته وویل، د ګیزاب ولسوالۍ  په  (اوشنګ)  سیمه کې د شري   واکسینو د ناسم تطبیق له امله ۴ ماشومان مړه شوي او ۶ نور په کوما حالت کې تر درملنې لاندې دي.

دغه راز په کابل کې د نړیوال روغتیایي سازمان استازی ډاکترمحمد داوود الطاف د واکسین د نړیوالې اوونې د غونډې پرمهال وویل، چې د روزګان د موضوع په اړه د عامې روغتیا وزارت د مرکزي پلاوي ترڅنګ د روزګان او ډایکندي ولایتونو څخه هم ددې پېښې د څرنګوالي په اړه تیمونه سيمې ته استول شوې دي.

په روزګان کي د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مسؤلین هم په دې اړه اندېښمن دي او له مسؤلینو غواړي، چې د ورته پيښو د مخنیوي لپاره لاس په کارشي.

د ویلو ده، چې روزګان د لومړي ځل ‌له‌پاره د دغې پېښې شاهد دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام