په درې میاشتو کې ۲۲ زره افغان کډوال له ایرانه را اېستل شوي

په هرات کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست چارواکي وايي، هره ورځ له ۵۰۰ ډېر افغان کډوال له ایرانه د هرات اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته را اړول کېږي.

د هرات د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس جاوېد نادم سلام‌وطندارته ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې له ۲۲ زرو نه ډېر افغان کډوال چې ماشومان، ښځې، د لوړ عمرلرونکي کسان او بې‌سرپرسته مېرمنې په‌کې شاملې دي، د هرات اسلام‌کلا له لارې په زوره افغانستان ته را اړول شوي دي.

هغه هېوادوال چې تازه د ایران له لوري د هرات اسلام‌کلا له لارې را اړول شوي، د ایراني ځواکونو او د کار مالکانو له ناسم چلنده شکایت کوي.

غلام‌صدیق چې ۵۵ کلن دی، په ایران کې له ۷ میاشتنۍ کارګرۍ وروسته اوس هرات ته را اړول شوی دی.

دغه سپین‌ږیری د ایراني ځواکونو او د کار مالکانو پر ناسم چلن د نیوکې ترڅنګ وايي، له مجبورۍ نه ایران ته د کار لپاره تللی و، خو هلته له پنځو تر شپږو میاشتو کار وروسته یې نه یوازې د کار پیسې ورکړې، بلکې بېرته خپل هېواد ته هم راواړوه.

د هرات یو مدني فعال جاوېد حمید باور لري، د ایران حکومت چې هر وخت وغواړي د افغانستان پر حکومت فشار راوړي او هلته له افغان کډوالو د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

د ایران له لوري د افغان کډوالو په زوره را ایستلو په اړه اندېښنې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان اعلان وکړ چې د ۲۰۲۰ کال په تېرو ۸ میاشتو کې له ۴۴۷ زرو نه ډېر افغان پناه‌غوښتونکي د ایران له لوري خپل هېواد ته را اړول شوي دي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، را ګرځول شوي پناه‌غوښتونکي د سږ کال جنوري میاشتې له لومړۍ نېټې نه د اګېسټ تر پنځلسمې پورې خپل هېواد ته را اړول شوي او له ایرانه د افغان کډوالو د را اړولو کچې د تېر کال په پرتله ۷۱ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کډوال د نیمروز او اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته را اړول شوي او د کډوالۍ نړیوال سازمان د تېرې اوونۍ پر مهال له هغو سلګونو کډوالو سره بشرپاله مرستې کړي چې سندونه یې نه لرل.

په هرات کې د ایران کونسلګرۍ بیا تل دا ټینګار کړی چې د افغانستان هر وګړی چې له پاسپورټ پرته د ایران خاورې ته دننه شي، را وبه یې باسي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام