د خوست ولایت د پوهنې ریاست مسوولان وايي، چې په دې وروستيو کې يې په دغه ولایت کې د ښځو شپنې لېسې ته پاملرنه زیاته کړې ده.
د دې ولایت د پوهنې رییس انجینیر بختنور بختیار له سلام وطندارسره په مرکه کې وویل، چې د اوسنیو ستونزو سره – سره په دغه ولایت کې یو شمېر ښځې د شپې په لېسه کې زده کړې کوي.
د لاس ته راغلو معلوماتو له مخې اوسمهال د خوست ولایت د پوهنې رياست په شپنۍ لېسه کې ټولټال ۱۶ سوه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې د ډېرو عمرونه يې تر ۳۰ کلونو پورته دي.
په دغه شمېر کې تر ۶۰ زياتې ښځې او نور هغه يې نارينه دي، چې د بوختياوو له امله د ورځې په اوږدو کې زده کړو ته لاس رسی نه لري.
د خوست د مرکز اوسېدونکې مېرمن سپوږمۍ هر مازديګر له څلورو بجو بيا تر ماښام ناوخته د شپې لېسې په دوولسم ټولګي کې له نورو ښځينه زده کوونکو سره يو ځای زده کړې کوي.
سپوږمۍ په يوه غيردولتي موسسه کې دنده هم لري.
هغه د يوې سروې په خاطر چادري پر سر ټوله ورځ له نورو همکارانو سره کلي په کلي ګرځي، خو مازديګر مهال ستړې ستومانه خپل ټولګي ته ځان رسوي.
دا مېرمن وايي، چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله يې دنده نه شوه پرېښودلی او ډېر وخت له زده کړو بې برخې وه. سپوږمۍ د شپې لېسه د ځان غوندې خويندو له پاره يوه طلايي موکې ګڼي.
هغه زیاتوي، چې په کابل کې يې زده کړې کړې وې، خو پېښور ته له کډوالۍ سره سم له زده کړو پاتې شوه او اوس له درېيو کالو راهیسې په دغه لېسه کې زده کړې کوي.
خو سپوږمۍ له پوهنې ریاسته غواړي، چې پر تخنیکي وسایلو د شپې لېسې سمبالولو ته پام وکړي.
په خوست کې د شپې لېسې ښځينه ښوونکې او زده کوونکې د خپلو زده کړو کيفيت لا ښه کېدو له پاره د لازمو اسانتياوو رامنځته کېدو په موخه له اړونده چارواکوغواړي، چې دې برخې ته جدي پام وکړي.
د خوست د شپې لېسې ښوونکې وزيره سعادت د پوهنې ریاست پر مسوولانو له دې امله نیوکه کوي، چې د ستونزو لرې کولو ته یې جدي پام نه دی کړی.
مېرمن سعادت وايي، چې څو ځلې يې له اړوندو ادارو د ستونزو هواري غوښتنه کړې، خو چا يې غوښتنونو ته ارزښت نه دی ورکړی.
هغه وايي، چې بل ښوونځي او موسېسو څخه يې نجونو ته کتابونه راوړي دی.
خو د شپې لېسې مدير نجيب الله احمدزي د دې ستونزو له اورېدلو وروسته ژمنه وکړه، چې د هواري له پاره به يې تر خپل توان پورې هلې ځلې وکړي.
احمدزي وویل، دا ټولې ستونزې به اړوندو چارواکو ته رسوي، چې پر وخت یې حل کړي.
د پوهنې رییس انجینير بختنور بختیار له سلام وطندارسره په مرکه کې وویل، د تخنيکي وسایلو کمبود یوازې د شپې په لېسه کې نه، بلکې د خوست په ډېر شمېر لېسو کې شته. بختیار وویل، چې د شپې لېسې له پاره به پر بدیل کار کوي چې د دوی ستونزې حل کړي.
د خوست والي حکم خان حبیبي بیا وايي، چې اوس هم زیات شمېر زده کوونکي له ونو، یا شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
هغه له پوهنې وزارت نه غواړي، چې دغه ولایت ته جدي پاملرنه وکړي.
په خوست کې د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال په خوست ولایت کې ۳۳۰ زره زده کوونکي ښوونځیو ته ځي، چې څه د پاسه ۱۰۰ زره يي نجونې دي.