که څه هم پر جاغوري او مالستان ولسوالیو د طالبانو له بریدونو شاوخوا دوه اوونۍ تېرېږي، خو اوس د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي چې د جاغوري ولسوالي په ګاونډیو سیمو کې پوځي عملیات شوي او د ځمکې او هوا له لارې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کېږي.
د نوموړي په وینا، طالبان له یادو ولسوالیو وتلي او سیمه د امنیتي ځواکونو په لاس کې ده.
خو په ولسي جرګې کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وايي، حکومت تراوسه د سیمې د کنټرول په موخه د طالبانو پروړاندې لازم ګامونه نهدي اخیستي او د ناټو غوڅ ملاتړ هم په خپل وخت د خلکو دفاع نهکوي.
بلخوا د مالستان ولسوال ضامنعلي هدایت یادې ولسوالي ته د تازهدمو ځواکونو د رسېدو خبر ورکوي او وايي طالبانو تراوسه په خپلو پټنځایونو کې دي.
د جاغوري ولسوالي اوسېدونکیو هم سلاموطندار ته وویل، که څه هم طالبان اوس هم د دې ولسوالي په ځینو برخو کې شته، خو بریدونه یې کم شوي دي.