د ۱۳۹۶ لېږدیز لمریز کال دا وروستۍ شپې او ورځې دي. د سیاسي چارو شنونکي باوري دي چې د ۹۶ لېږدیز لمریز کال سیاسي حالت باید په دوو کورنيو او بهرنيو برخو کې وارزول شي.
د پوهنتون استاد او سیاسي چارو شنونکی اکرام عارفي وايي، ۱۳۹۶ لېږدیز لمریز کال د کورني سیاست په برخه کې یو ښه کال نه و. په خبره یې، د افغان دولت او سیاسي نخبهګانو ترمنځ د پرېشانۍ، تیتو پرک او جنجالي کال و.
د پوهنتون استاد موسی فرېور پهدې اړه عارفي ته مشابه لید لري او تصریح کوي چې حکومت ونهشوی کولی چې د هېواد د سیاسي نخبهګانو ترمنځ اجماع رامنځته کړي او پهدې برخه کې سیاسي نخبهګانو هم زښت زیات کمرزی عمل کړیدی؛ دغهراز د ملي یووالي حکومت په کورني سیاست کې یې کارکړنې ناکامې وې.
پوښتنه دا ده چې حکومت ولې په کورني سیاست کې ناکام دی؟
د دې پوښتنې په ځواب کې موسی فرېور وايي، د یوې ځانګړې کړۍ لهخوا د واک انحصارول د ملي یووالي حکومت د کورني سیاست کمزورۍ لامل دی. نوموړی د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ اختلافونه، د عطامحمد نور او جنرال رازق سرغړاویانې، د برېښنايي پېژندپاڼو په اړه اختلافونه او قومي جنجالونه په ځانګړې کړۍ کې د واک انحصار او د دې ډلې لهخوا د ناسم سیاست اعمالول ګڼي.
خو اکرام عارفي پهدې باور دی چې د سیاسي نخبهګانو د ګډون کمه کچه، پهدې برخه کې د میکانیزم نهشتوالی، د سنتي څېرو لهخوا زیاتو امیتازونو غوښتنه چې حقوقي مکانیزمونه دا حقوق نهشي ورکولی، له لوري د حکومت له لوري د کړکېچونو رامنځته کولو سیاست د حکومت د کورني سیاست د ناکامۍ اصلي عوامل دي.
د سیاسي چارو شنونکي مني چې د ملي یووالي حکومت په بهرني سیاست کې بریالی و. موسی فرېور وویل، د ملي یووالي حکومت په نړۍوالو او سیمهییزو مناسباتو کې او دغه راز د نړۍ له مهمو هېوادونو سره د سټراټیژیکو اړیکو په جوړولو کې توانېدلی چې ځانګړی ځای خپل کړي او په سیمهییز همګرايي سیاست کې مخکښ دی.
دغه راز اکرامي عارفي وايي، د ملي یووالي حکومت د فعالې او محاسبه شوې ډیپلوماسي له امله یې نړۍوالې ټولنې ته قناعت وکړ چې د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه په ښکاره له طالبانو ملاتړ کوي او پاکستان پر وړاندې یې نړۍواله او سیمهییزه اجماع رامنځته کړه.
د سیاسي چارو شنونکي زیاتوي، که د ملي یووالي حکومت وکولی شي کورني جنجالونه حل کړي راتلونکی کال به د حکومت لهپاره په کورني سیاست کې یو بریالی کال وي لهدې پرته به کورنی کړکېچ او لانجلې دغه ډول روانې وي.
موږ دې راپور کې هڅه کوو چې په اجمالي ډول د ۱۳۹۶ لېږدیز لمریز کال مهمې سیاسي پېښې وڅېړو.
د ولسمشر لهخوا د احمدضیا مسعود ګوښه کول
د ښې حکومتولۍ او سمون په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی احمدضیا مسعود د ۱۳۹۶ کال د وري میاشتې په ۲۸ کوښه شو.
ښاغلي مسعود د وري میاشتې په ۲۹ نېټه په یوې خبري غونډه کې وویل چې د ګوښه کېدو فرمان یې د ملي ټلوېزیون له لارې اورېدلی او له ده سره هېڅ ډول سلامشوره نهده شوې. مسعود ویلي وو چې ولسمشر غني د ده د ګوښه کولو حق نهلري او دا چاره د هېواد د بېثباتۍ لاملېږي.
لهبلېخوا د اجرایوي ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وویل چې ولسمشر غني د احمدضیا مسعود په ګوښه کولو کې له اجرایوي رییس سره هېڅ سلامشوره نهده کړې.
د ده د غبرګون پر وړاندې د ارګ ځواب دا و چې څه ډول چې ښاغلی احمدضیا مسعود د ولسمشر په امر ټاکل شوی وی هماغسې لېرې کړی شو.
احمدضیا مسعود د احمدشاه مسعود ورور او د جمعیت اسلامي مرستیال د ۱۳۹۳ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پېر کې د هغه سیاسي خوځښت خلاف چې احمدضیا مسعود ورسره تړلی و؛ د «یو ملي ماډرن دولت جوړېدو، د سیاسي ثبات رامنځته کېدو، سراسري امنیت او د افغان وګړیو د اقتصادي هوساینې په پار» د محمد اشرف غني له ټاکنیزې ډلې سره یوځای شو.
ښاغلی غني ورووسته له هغې چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسېد د ځانګړي فرمان پربنسټ یې ښاغلی احمدضیا مسعود د ښې حکومتولي او سمون په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه او امتیاز یې د ولسمشر د مرستیال په توګه اعلان کړ.
کابل ته د حکمتیار راتګ
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له کلونو ـ کلونو پټېدو وروسته د ۱۳۹۶ کال د غوايي میاشتې په ۹ نېټه په لغمان ولایت کې راڅرګند شو او د لغمان ولایت له چارواکیو او د حزب اسلامي له ځېنو غړیو سره یې لیدل کتل وکړ.
دغهراز د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې هوکړه د ۱۳۹۵ کال د تلې میاشتې په ۸ نېټه لاسلیک شوه او پهدې اساس حکومت هوکړه وکړه چې پر ښاغلي حکمتیار او د حزب په مشرانو یې نړۍوال بندیزونه لېرې شي او حزب اسلامي د یو سیاسي بنسټ په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
ښاغلي حکمیتار بیا د حکومت په خلاف جګړې پای ته رسولو، اساسي قانون، ښځو او نارینهوو ته د برابرو حقونو د درناوی په اړه هوکړه وکړه او د سولې هوکړې له لاسلیک ۷ میاشتې وروسته کابل ته رادننه شو.
حکمیتار د غوايي میاشتې په ۱۴ کابل ته راغی او له خپلو پلویانو سره له کتلو وروسته یې له ولسمشر غني سره ولیدل او پهخپلې لومړنۍ وینا کې یې وویل چې افغانستان تر ټولو لومړی سولې ته زښته ډېره اړتیا لري او له طالبانو یې وغوښتل چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
ترکیې ته د دوستم تبعیدېدل
د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم خپل کاري دفتر کې له میاشتو میاشتو ناسوبتیا وروسته د ۱۳۹۶ کال د غوايي میاشتې په ۲۹ نېټه ترکیې ته ولاړ او د ده نږدې کسانو اعلان وکړ چې د درملنې لهپاره ترکیې ته تللی دی. وروسته بیا ښاغلي دوستم وویل، ځېنې کسان یې ممانعت نهکوي او اجازه نه ورکوي چې کابل ته ورستون شي؛ خو حکومت د هغه د څرګندونو خلاف وايي، د نوموړي په بېرته راتګ کې هېڅ ډول قانون خڼد موجود نهدی؛ خو هغه الوتکه چې دوستم یې رارسولی و؛ د ناستې اجازه ورنهکړل شوه او د بلخ له هوايي ډګره وګرځول شوه.
د ۱۳۹۵ کال په لېندۍ میاشت کې د دوستم سیاسي مخالف ښاغلي احمد ایشچي دعوه وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال دوستم او ساتونکیو یې د نوموړي جامې لېرې کړي او داسې یې ښودله چې پر نوموړي یې جنسي تېری کړیدی. ښاغلي ایشچي رسنیو ته د وهولو ټکو نښې هم ورښکاره کړې او ویې ویل، د دوستم د ساتونکیو لهخوا ټکول شویدی.
لهدې پېښې وروسته نړۍوالو بنسټونو لکه اروپايي اتحادیې، د امریکا او برېټانیا سفارتونو د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې حکومت باید دغه پېښه وڅېړي.
د کابل پروسې غونډه
د کابل پروسې لومړۍ غونډه د ۱۳۹۶ کال د جوزا میاشتې په ۱۶ نېټه له طالبانو سره د حکومت روغې جوړې او سولې خبرو اترو په پاره د افغان حکومت په محوریت د نړۍوالو او سیمهییزو هېوادونو په ملاتړ کابل کې وشوه چې د ۲۴ هېوادونو او ۳ نړۍوالو سازمانانو استازیو پهکې ګډون کړیو.
ولسمشر غني د کابل پروسې په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د تاوتریخوالو په پایله کې ۷۵ زره افغانان وژل شوي او ټپیان شويدي او شاوخوا ۴ میلیونه هېوادوال بېځایه شويدي او خلک بېکاره او ناهیلي دي.
اشرف غني وویل، حکومت له طالبانو سره «د اساسي قانون منلو، د ښوونې او روزنې او د ښځو حقونو په برخو کې د سمونونو دوام او د تاوتریخوالي مخنیوي» په شرایطو خبرې کوي؛ خو طالبانو بیا منفي ځواب ورکړل.
بالاخره افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو په برخه کې د ۱۳۹۶ کال د کب میاشتې په ۹ نېټه د کابل پروسې دویمه غونډه جوړه کړه، دا ځل د تېر په خلاف ولسمشر له طالبانو سره له مخکیني شرط او قید پرته د سولې خبرو وړاندیز وکړ او ویې ویل، که طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي د «سیاسي ګونډ په توګه به په رسمیت وپېژندل شي، د طالبانو پر مشرانو به لګېدلي بندیزونه لېرې شي، اساسي قانون تعدیلول، د هغو طالبانو د امنیت خوندیتوب چې د سولې له پروسې سره یوځای کېږي.» لا هم طالبانو د حکومت د دغو وړاندیزونو په اړه هېڅ غبرګون نهدی ښودلی.
د جنوبي اسیا لهپاره د امریکا متحدهایالتونو سیاست
په ۱۳۹۶ کال کې د افغانستان او پاکستان اړیکې جنجالي او وخیمې وې او د جنوبي اسیا لهپاره د امریکا متحدهایالتونو د سټراټيژۍ له اعلان سره پاکستان د فشار لاندې راغی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا لهپاره د امریکا د متحدهایالتونو په سټراټېژۍ کې وویل چې دا هېواد په پاکستان کې د ترهګرو د حضور په اړه چوپ نهشي پاتې کېدلی. ښاغلي ټرمپ زیاته کړې وه چې امریکا دپاکستان ته په میلیاردونو ډالر ورکړل؛ خو هغوی ترهګرو ته چې د بېثباتۍ او تاوتریخوالي سببېږي؛ زمینه برابره کړه.
ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې پاکستان باید نړۍ ته د ثبات او امنیت په تړاو ورکړې ژمنه ثابته کړي، هغه په ورته وخت کې په افغانستان کې د هندوستان مثبت نقش په اړه چې د امنیت په ټینګار کې یې مرسته کړې؛ هم یادونه وکړه.
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې په یو ټویټ کې ولیکل چې امریکا له پاکستان سره په تېرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړېده چې پاکستان یې په مقابل کې امریکا ته هېڅ نهدي کړي.
افغان حکومت د امریکا د متحدهایالتونو د سټراټېژۍ له اعلان سره وویل چې د امریکا له لوري پر پاکستان د فشار راتګ د افغان حکومت په حقانیت او ښه سیاست دلالت کوي او له بلېخوا د یوې حللارې په توګه د ۱۳۹۶ کال په اوږدو کې پاکستان له بنبست سره مخ شو. افغان ولسمشر د کابل پروسې په لومړي کنفرانس کې له پاکستان سره د خبرو کولو وړاندیز وکړ.
له ولسمشر غني سره د عطا جنګ او سوله
د ۱۳۹۶ کال په پیل کې د بلخ پخواني والي عطامحمد نور له ولسمشر محمداشرف غني سره اشتي کړه او ښاغلي غني په بلخ کې د ښوونځیو د پیل زنګ ووهلو چې لهدې سره د عطامحمد نور او ولسمشر غني د اړیکې جوړېدل، د عطامحمد نور او ډاکټر عبدالله د اړیکو د خرابوالي سره مصادف وو چې تر دامهاله نهدې جوړې شوي.
عطامحمد نور چې د ۱۳۹۵ کال په حوت میاشت کې د ولسمشر غني له لوري بیاځلي د بلخ والي شو؛ ښاغلي نور د ۹۶ کال پیل له ارګه د ډېرو امتیازاتو د غوښتنې په پار ولګولو او په رسنیو کې د ښاغلي نور د غوښتنو لېست خپور شو چې له ځنډه پرته د نور او ارګ خبرې له بنبست سره مخ شوې.
خو ولسمشرغني د عطامحمد نور هغه استعفالیک چې د خبرو اترو پرمهال یې د ضمانت په توګه اخیستې و؛ د ۹۶ کال د لړم پر ۲۷مه قبوله کړی او عطامحمد نور د ارګ د دې کار په غبرګون کې خپله استعفا ونه منله او تر دامهاله د ارګ او عطامحمد نور ترمنځ جنجال په بنسټیز ډول نهدی حل شوی. که څه هم د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ویلي، ټاکل شوې دا ستونزه حل شي؛ خو ښاغلي نور اعلان کړی چې د ده او ارګ ترمنځ هېڅ ډول توافق نهدی شوی او پهدې برخه کې یې خپل صلاحیت جمعیت ګوند ته ورکړیدی.
برېښنایي پېژندپاڼې
د ۱۳۹۵ په حوت میاشت کې افغان ولسمشرمحمداشرف غني د نفوسو د ثبت احوال قانون طرحه توشیح کړه چې په ۱۳۹۶ کال کې ډېر بحثپارونکې شوه.
ولسي جرګې په ۱۳۹۶ کال کې د لړم په میاشت کې دا طرحه رد کړه؛ خو په مشرانو جرګه کې تایید شوه او دا دې باعث شوه چې د د دواړو جرګو له لوري یو مرکب کمېسیون جوړ شو او د نفوس د ثبت احوال په قانون کې راغلی تعدیل یې تایید کړ.
د نفوس د ثبت احوال قانون په شږمه ماده کې د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د راغلي تعدیل پر بنسټ، په برېښنايي پېژندپاڼه کې د قومیت، دین او ملت لیکل کېږي؛ خو ولسمشرۍ غني د کار د پیل پرمهال د ولسي جرګې په مصوب قانون په توشیح کولو کې په برېښنايي پېژندپاڼو کې د ملیت او ملت نه لیکل تایید کړي وو.
وروسته له هغې چې ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې برېښنايي پېژندپاڼې د ملت، ملیت او دین کلمو په لیکلو سره وېشل کېږي او دا بایومتریک بهیر د ولسمشر په ګډون په ارګ پیل شو؛ د هېواد په کچه له مخالفتونو سره مخ شو. پهدې مخالفونو کې د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس د پورته کلمو له لیکلو سره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د بهیر مخالفت وکړ؛ لهدې هر څه سره لا هم ولسمشرۍ ماڼۍ د برېښنايي پېژندپاڼو د رسمي بایومتریکي بهیر د وېش مشخصه نېټه نهده اعلان کړې.