په تېرو دوو کلونو کې د چرګانو فارمونو په برخه کې پانګونه زیاته شوې

د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو وزارت چارواکي وایي، په افغانستان کې د چرګانو فارمونو او د چرګانو تولید په برخه کې پانګونه زیاته شوې ده.

د وزارت د معلوماتو له مخې د دې پانګونې زیاته برخه په تېرو ۲ کلونو کې شوې، چې ۵ زره او ۲۵۰ واړه فارمونه، ۲۸۰ منځني فارمونه او تر ۱۵ ډېر ستر فارمونه او دغه راز د چرګانو د خوراکي توکو د توليد  کارخانې د دې وزارت او خصوصي سکتور په پانګونه جوړې شوې دي.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویاند لطف الله راشد وایي، په دې برخه کې ۷۶۸ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه شوې، چې دغه وزارت په دې پانګونه کې ۴۰ سلنه سهم لري.

د ده پر وینا دا پیسې تر ډېره د چرګانو غوښو په پروسس او بنډل کولو، کارخانو، د چرګانو د تولید په ماشینونو، د چرګانو د خوراکي توکو د تولید او د چرګانو د حلالولو په ځایونو لګول شوي دي.

د کرنې وزارت ویاند وایي، د چرګانو فارمونو جوړولو په برخه کې فرصتونه شته او له پانګوالو غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ خونې چارواکي د چرګانو فارمونو جوړولو په برخه کې د پانګونې زیاتول ګټور بولي او وایي، ډېرو پانګوالو په ورستیو دوو کلونو کې هڅې وکړې چې په بېلابېلو ولایتونو کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی له حکومت غوښتنه کوي، چې په دې برخه کې سوداګرو ته نور هم فرصتونه ډېر کړي، څو د چرګانو غوښو او هګیو په برخه کې له بهرنیو هېوادونو د واردولو اړتیا کمه شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د چارواکو پر وینا، حکومت څه موده مخکې د پانګوالو د ملاتړ په موخه له بهره د چرګانو په غوښو او هګیو تعرفه وضع کړه چې دا کار د دې لامل شو، په بازارونو کې د هګیو او د چرګانو غوښې بیه لوړه شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام