د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکې مېرمن ګل افروز د خپل مېړه او د هغه د کورنۍ له خوا د وهلو او ډبولو له امله خپل ماشوم سقط (زیان) کړی دی.
د دې شکنجه شوې مېرمنې په ملا، مټو، سر او صورت باندې د وهلو او ټکولو نښې له ورایه ښکاري.
نوموړې وايي، چې مېړه، خواښې او د مېړه خور یې هغه وخت سخته شکنجه کړه، چې د مېړه خور یې له کوره تېښته وکړه؛ دوی ګومان کولو، چې په دې کار کې ګل افروز لاس لري.
ګل افروز کیسه کوي، چې لومړی یې خپل خاوند ووهله؛ بیا یې په پړي وتړله او خپلې مور او خور ته وروستله په ګډه یې وهل ټکول ورکړل.
دغه مېرمن وايي، د سختې شکنجې له امله بې هوشه شوې وه او کله چې په هوش راغله ټول ځان یې په وینو لړلی و.
ګل افروز اوسمهال د کندوز په حوزوي روغتون کې بستر ده او وايي، چې خسرګانې یې له شکنجې وروسته د سر ویښتان هم ورغوڅ کړي دي.
د کندوز حوزوي، روغتون رییس نعیم منګل د شکنجه شوې مېرمنې د فرج (جنسي غړی) غوڅېدو اوازه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې وې ردوي او وايي، چې دغه مېرمن شکنجه شوې، خو اوس یې حالت د ډاډ وړ دی.
مېرمن ګل افروز او مور یې معصومه هم دغه اوازه ردوي او له حکومته غواړي، چې د پېښې عاملین ونیسي.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، چې د پېښې عاملین په تېښته دي او پولیس هڅه کوي، چې هغوی ونیسي.
ګل افروز ۲۳ کاله عمر لري، نوموړې لس کاله کېږي، چې واده شوې او څلور اولادونه لري.