په بلخ کې د PIN ادارې اته تنه ووژل شول

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شېرجان دراني سلام وطندار ته وویل چې د ( پي، ای، ان) ۸ تنه کارکونکي چې د بلخ ولایت په زراع ولسوالۍ کې د کرنیزو تخمونو تولید په چارو بوخت وو؛ تېره شپه د وسله والو له خوا د یوه برید په پایله کې وژل شوي دي.

د دراني په وینا، د وژل شویو په ډله کې یوه مېرمن هم شامله ده.

په ورته وخت کې د بلخ یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي؛ سلام وطندار ته وویل، چې په دغه برید کې وسله والو د PIN  له ۹ تنو کارکوونکو نه سرونه غوڅ کړي دي.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند وايي، چې تر دې مهال په دې اړه څوک نه دي نیول شوي او د پولیسو څېړنې دوام لري.

د بلخ سرپرست والي ویاند منیر احمد فرهاد سلام وطندار ته د پېښې په پخلي سره وویل، چې وژل شوي کارکوونکي ټول افغانان دي.

فرهاد زیاته کړه، چې People in need) PIN) د بلخ په کلیو او بانډو کې د کرنې، روغتیا او پرمختیايي پروګرامو د پلي کولو په برخه کې کارونه کوي.

د بلخ ولایت د ویاند په خبره د دغه بنسټ مرکز په قزاقستان کې دی او دغه هېواد د دغه بنسټ مالي ملاتړی دی.

تر دې مهاله د دې برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام