د بلخ ولایت ځوان سوداګر نیکزاد عثماني تېره شپه د مزار ښار په درېیمه ناحیه کې د ناپېژندو کسانو له لوري ووژل شو.
د بلخ د پولیسو امنیتي مرستیال عبدالرزاق قادري وايي، دغه سوداګر له کابله مزار ته ۳ میلیونه او ۴۰۰ زره ډالر له ځانه سره رالېږدولي و چې کور ته په لاره کې د یو هایلکس موټر سپرو له لوري په ګولیو ويشتل شوی دی.
د قادري په وینا، پولیسو د پېښې په تړاو څلور کسان نیولي چې په جرم کې د ګډو کسانو نیولو او د غلا شویو پیسو د کشف لهپاره ترې څېړنې روانې دي.
د بلخ پولیسو امنیتي مرستیال وايي، د دلوې میاشتې له لومړیو تراوسه دغه ولایت کې د پلان شویو وژنو ۱۸ پېښې ثبت شوي چې په تړاوو یې ۱۰ تنه نیول شوي او د پاتې دوسیو د عاملینو د پيداکولو او نیولې په اړه څېړنې روانې دي.
په همدې حال کې د مزار ښار یوشمېر اوسېدونکي د موټر سایکل سپرو له لوري د موبایلونو تښتولو، وسلهوالو غلاوو او پلان شویو وژنو په څېر د جنايي جرمونو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
له دې وړاندې بلخ د افغانستان له امنو ولایتونو شمېرل کېده، خو د ولسمشر له لوري واک څخه د عطامحمد نور له لېرې کولو وروسته دغه ولایت کې پلان شوي جرمونه او ناامنۍ زیاتې شوې دي.