د مرکزي بغلان چارواکي وايي، چې د بغلان ولایت په دغې ولسوالۍ کې یو هلک او نجلۍ د خلکو په حضور کې په ډزو وژل شوي دي.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري سلام وطندار ته وویل، چې هلک او نجلۍ دواړه د بایسقال کلي اوسېدونکي وو.
نوموړی وايي، دغه هلک او نجلۍ نن سهار د (جولای په ۲مه) د نجلۍ د کورنۍ له خوا له کوره د تېښتې په تور په ډزو وویشتل شول.
د بابري پر وینا، دواړو هوډ لرلو، چې له یو بل سره واده وکړي.
د مرکزي بغلان ولسوال زیاتوي، چې د هلک او نجلۍ کورنۍ په خپلو کې سره خپلوي هم لري، خو کورنۍ یې په واده کولو خوښه نه وه.
د یاد ولسوال په خبره، تر دې مهال د دې پېښې په تړاو ۵ تنه نیول شوي دي.
ډېر وخت داسې پېښې د قومي جرګو له لارې هواریږي او د شته دلایلو او حساسیتونو له امله د محاکمو له عدل څخه پټې پاتې کیږي.