د بغلان ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، د دې ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په چهارشنبه تپه سیمه کې یو سړي خپله مېرمن د ترښځې په ګوزارونو وژلې ده.
د مرکزي بغلان ولسوال کوهستاني سلام وطندار ته وویل، چې دغه نارینه تېره شپه (دوشنبه) د خپلې مور په مرسته خپله مېرمن وژلې ده.
کوهستاني د قتل انګېزه کورنی تاوتریخوالی بولي او وايي، چې د وژل شوې مېرمنې مېړه او خواښې د پولیسو له خوا نیول شوي او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
د ولسوال په خبره، وژل شوې مېرمنې درې ورځې مخکې د ولسوالۍ د پولیسو امنیه قوماندانۍ ته ورغلې وه او د خپلې کورنۍ له ناسم چلند یې شکایت کړی و.
د سیمه ییزو چارواکو په خبره، پولیسو خپلې پلټنې پيل کړي او له جنايي څېړنو وروسته به یې دوسیه څارنوالۍ ته ولېږدول شي.
د بغلان ولایت د ښځو حقونو ریاست د حقوقو مدیره اورانوس عاطفي سلام وطندار ته وویل، چې زیاتره دغه ډول پېښې د ناامنیو او د حکومت د نه حاکمیت له امله پېښيږي.
دی وايي، د روان کال له پیله په دې ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۱۸ پېښې ثبت شوي دي.
څلور ورځې مخکې د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې یو کس د ده، له اجازې پرته د پلار کورته د خپل سري تګ له امله یې د مېرمنې او درې کلنې لور سرونه هم خریلي وو.