د بغلان ولایت مرکز پلخمري د سمنټو په بلاکونو کې یوه سړي خپله ښځه په ۵۰۰ افغانیو وژلې ده.
د سلاموطندار د معلوماتو لهمخې دغې ښځې ۵۰۰ افغانۍ، ځکه خپلې خور ته ورکړې وه، چې د دوی له کوره بېرته خپل پلار کره تلله.
وژل شوې ښځه مارینا نوميده او مېړه يې تېره شپه په زندۍ کولو وژلې ده.
د منصور په نامه د دغې سیمې یو تن اوسیدونکي سلاموطندار ته وویل، چې د مارینا خور دوی کره میلمنه ورغلې وه او د تلو په وخت کې مارینا خپلې خور ته ۵۰۰ افغانۍ د تحفې په شکل ورکوي، چې مېړه يې له خبریدو وروسته په زندۍ کولو وژني.
د مارینا ورور، چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي سلاموطندار ته وویل، چې د خور او بشیر په نوم اوښي اړيکې یې له پخوا ښې نه وې او دا به يې همیشه وهله.
د مارینا ورور وايي، چې د دوی له واده ۵ کاله کېده او په لومړیو کې د دواړو ترمنځ جنجال رامنځ ته شوی و، خو دوی د خلکو له شرمه مداخله نه کوله.
بشیر د وژل شوې ښځې د نږدې خپلوانو څخه دی.
د مارینا ورور د امنیتي ارګانونو څخه غواړي، چې د دې د خور قاتل په خپله سزا ورسوي.
له بل لوري د بغلان امنیه قوماندانۍ ویاند ذبیحالله شجاع سلاموطندار ته وویل، چې پولیسو د مارینا میړه بشیر نیولی او له څېړنو وروسته به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.