د بغلان ولایت امنیتي چارواکيو سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه (شنبه) د دغه ولایت په مرکزي زندان کې یو تن مجرم چې «صالح محمد» نومېدلو، ځانوژنه کړې ده.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاعي وايي، چې صالح محمد د ۳ تنو د وژلو او ۸ تنو د ټپي کولو په تور د بغلان ولایت په مرکزي زندان کې د بند شپې ورځې تېرولې.
شجاعي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې دغه شخص یوه میاشت مخکې خپله ښځه په تېشه وژلې وه او ترڅنګ یې د خپل ورور کور ته اور اچولی و، چې په هغه کې یې دوه تنه وژلي وو او ۸ تنه نور یې ټپيان کړي وو.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، چې صالح محمد په زندان کې د تناب د پړي په واسطه ځان راځوړند کړی او ځانوژنه یې کړې ده.
ده زیاته کړه، چې دغه شخص د بغلان د استناف محکمې له خوا په شاوخوا ۱۵ کلونو بند محکوم شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د زندانونو له قانون سره سم، بايد ټول زندانونه او توقيف خونې داسې جوړې شوې وي، چې بنديان ونه شي کړی، داسې وسايلو ته لاسرسی پيدا کړي، چې خپل ځان ته پرې زيان ورسوي.