په بدل کې ورکړل شوې لعل بي‌بي؛ سختو شکنجو په رواني ناروغۍ اخته کړې

 

د بلخ ولایت سيمه‌ييز  چارواکي وايي، ۱۷ کلنه لعل بي‌بي له تېرو څو میاشتو راهیسې د خپل مېړه او خسرګنۍ له لوری د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې سخته ربړول شوې او دا مهال په بلخ کې تر درملنې لاندې ده.

لال‌بي‌بي چې یو کال وړاندې د فاریاب ولایت غورماچ ولسوالۍ کې د خپل مشر ورور په بدل کې واده شوې، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د خپل مېړه او د خسرګنۍ د کورنۍ له خوا وهل‌ټکول شوې ده.

هغه چې اوس مزار ښار کې یوه روغتون کې بستر شوې او وضعیت يې هم څه نا څه ښه شوی وايي، مېړه یې په دلیل او پلمه چې خور یې د هغه د ورور له خوا وهل ټکول کېږي، دې سره هم تاوتریخوالی کاوه.

لال‌بي‌بي له عدلي له اړوندو بنسټونو د عدالت غوښتنه کوي.

د نوموړې پلار فتح الله سلام‌وطندار ته وايي، زوم یې اوس د طالبانو په ساحه کې دی، چې نیول یې ستونزمن کار دی.

هغه له عدلي او قضايي مسوولانو غواړي چې د لور قضیه یې وڅېړي او زوم ته یې سزا ورکړي.

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست کې د سوځېدو د برخې مسوول ډاکټر معراج وايي، لال‌بي‌بي چې د خپل مېړه له خوا ډېره وهل ټکول شوې، رواني حالت یې خراب شوی دی چې اوس تر درملنې لاندې ده.

نوموړی د لال‌بي‌بي د پښو قطع کېدل ردوي او ټینګار کوي، دوی یې چې کومه درملنه کوي، وضعیت به یې ښه شي.

په همدې حال کې بلخ کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ولایتي دفتر مسوولان د لال بي‌بي پر وړاندې تاوتریخوالی سږ کال د وهلو ټکولو تر ټولو بد تاوتریخوالی بولي او وايي، د وران کال په ترڅ کې د هېواد څلورو شمالي ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۴۴ قضیې ثبت شوي چې زیاتره یې د وهلو ټکولو دي.

بلخ کې د ياد کمیسیون د ولایتي دفتر مسوول سید محمد سامع له عدلي او قضايي بنسټونو غواړي چې د لال‌بي‌بي قضیه په جدي توګه تعقیب کړي.

د یاودنې وړ ده چې د هېواد په شمال کې امنیتي مسوولان وايي، د دغې قضیې په تړاو یې د لال‌بي‌بي د مېړه پلار نیولی؛ خو خپله مېړه یې تښتېدلی دی.

د دوی په وینا، د لال‌بي‌بي د ژوند کولو ساحه د طالبانو په کنټرول کې ده او هغوی روغتون ته د هغې د لېږدولو پرمهال له دغې قضیې خبر شوي دي.

په دې تړاو:

په اور سور کړي بېل او جوشو اوبو د یوې ښځې شکنجه

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام