له ۲۵ ورکوشویو سرتېرو له ډلې نه ۶ تنه یې بېرته خپلو نظامي واحدونو ته راستانه شوي دي.
د بدخشان ولایتي شورا رییس عبدالله ناجي نظري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل دتېرې ورځې له ماښام نه نادرکه شوي و او نن د سه شنبې په ورځ بېرته بهارک ولسوالۍ ته راستانه شول.
نظري وویل چې طالبانو ۳ سر تېري په ډزو ویشتلي او د پاتې نور سرتېرو له برخلیک نه خبر نه لري.
سرچینې زیاته کړه چې د امنیتي ځوکونو په ننني برید کې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې وسله والو بې له کوم مقاومت سیمه پرېښې ده او د ولاریب کلی د امنیتي ځواکونو په کنتورول کې دی.
د یکشنبې په ماښام طالبانو د امنیتي ځواکونو په ۲۵۰ کسیزې پوستې په وردوج ولسوالۍ کې برید وکړ او ۱۸ سرحدي او د عامه نظم پولیس یې په فجیع ډول ووژل او تر دې دمه یو شمېر سرتیرې لادرکه دي.