د بامیان ولایت سیمه ییز مسوولین وايي، چې له ځمکو د کمو حاصلاتو اخیستل، په لارو کې د تګ را تګ ستونزو، د سړې هوا شتون، څو کلونو سر په سر وچکاليو او نور ستونزو له امله د افغانستان مرکزي سیمې په ځانګړي توګه د بامیان ۵۰ سلنه اوسېدونکي يې د فقر کرښې ته راوستي دي.
دغه مسوولان وايي، د یاد ولایت اوسېدونکي نه يواځې دا، چې له ولږې کړيږي، بلکې د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي يې له ولږې کړيږي.
د بامیان اوسېدونکو اصلي بوختیا کرنه ده، خرابه هوا او وچکالي د دوی پر ژوند مستقیم منفي اغیز لرلی شي.
د بامیان ولایت د والي مرستیال محمد اصف مبلغ ماشومانو ته د ملګرو ملتونو بشردوستانه مرستو (یونیسف) له خوا د مرستو د ویشلو پر مهال وویل، چې سږکال د بامیان ولایت خلکو ته د تېر کال په پرتله بشري مرستې کمې شوي او له حکومته يې غوښتنه وکړه، چې باید دغه ولایت ته خپلې مرستې زیاتې کړي.
مبلغ وايي، چې په اوږدمهاله کې باید حکومت هغه مرستې د بامیانو خلکو ته په پام کې ونیسي، چې و کولی شي عایداتي تاثیر ولري، چې له کبله یې دغه خلک د فقر له کرښې مثبت لورې ته ووځي.
په یونیسف کې د ماشومانو د ساتنې مسوول ډاکټر نیک محمد د مرستې ویشلو پر مهال اړمنو کورنيو ته وویل، چې دغه غیر غذايي مرستې به ۱۷۵۰ کورنيو باندې وویشل شي.
مېرمن حمیده یوه له هغو کسانو ده، چې له دغو مرستو برخمنه شوې.
هغه وايي، چې د غریبۍ له امله په کابل کې په تنګه شوه او د خپل ميړه او د کورنۍ څلورو نورو غړو سره بامیانو ولایت ته کوچېدلې، مېړه يې مریض دی او په دغه ولایت کې هم په يوه کرايي کور کې ژوند کوي.
حوریا یوه بله ښځه ده، چې په وينا يې د کور سرپرست نه لري.
هغه وايي، چې د کورنۍ پنځه غړي لري او دا شان مرستې د خپلې کورنۍ غړو له پاره غنیمت ګڼي.
یاده دې وي، چې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو ولسمشریزو ټاکنو په دوران کې خلکو سره د اقتصادي ژوند د مثبت بدلون خورا زیاتې وعدې ورکړې وې، خو د شاوخوا دوو کلونو په تېرېدو سره نه يواځې دا، چې د عامو خلکو په ژوند کې مثبت بدلون نه دی راغلی، بلکې د زیاتو کورنيو اقتصادي وضعیت له پخوا نور هم خراب شوی دی.