سره لهدې زیاتره وختونه د بامیانو ولایت لویه لاره ناامنه وي؛ خو د بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو لېوالتیا او شمېر د تېرکال په پرتله زیات شویدی. دغه راز سوداګرو هم پهدې ولایت کې پر هوټلونو زیاته پانګونه کړېده.
د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان د خوښۍ په څرګندولو سره وايي چې یوازې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې شاوخوا ۴ زره کورني او بهرني ګرځندویان د دې ولایت له طبیعي، تاریخي او لرغونو سیمو او مناظرو لیدنه کړې.
د بامیانو ولایت د اطلاعاتو او کلتور ځایناستي رییس حسیناحمدپور له سلاموطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بهرنیو او کورنیو ګرځندویانو د زیاتوالي له امله سوداګرو له ۲۰ میلیونو نه د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت پر مجللو هوټلونو پانګونه کړېده.
د احمدپور په خبره، په وروستیو کې پر ۱۰ سُنتي هوټلونو سربېره ۵ معیاري هوټلونه په مجهزو ورځنیو امکاناتو سمبال جوړ شويدي چې د بامیانو اوسېدونکیو په اقتصاد مخامخ اغېز لري.
یوه امریکايي توریسته مېرمن کی لي چې له څه مودې راهیسې په بامیانو ولایت کې مېشته ده وايي، د هوټلونو امنیت او امکانات د دې سبب شوي چې زیاتره بهرني ګرځندویان دغه ولایت ته راشي او له لرغونو او تاریخو سیمو لیدنه وکړي.
د دې امریکايي مېرمنې په خبره، بامیان د نړۍ له غوره چکر ځایونو دی.
د لاسي صنایعو یو پلورنکی عذرا لعلی وايي چې مناسبو امنیتي شرایطو داخلي او بهرنیو ګرځندویانو ته زمینه برابره کړېده چې د دې ولایت تاریخي ابداتو لیدلو ته راشي. د اغلې لعلي په خبره، په بامیانو کې د چشنوارو او فرهنګي پروګرامونو جوړول د دې سبب شوي چې خلک له ټول افغانستانه راشي او دا راټولېدنه د دې لامل کېږي چې د بامیانو د ښځینهوو لاسي کارونه ښه وپلورل شي.
د بامیانو هوټلیان هم له حکومته غواړي چې د لویو لارو امنیت ښه کړي چې ګرځندویان په ډاډه زړه دې ولایت ته تګ ـ راتګ وکړي.
بامیان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د سارک فرهنګي پلازمینې په نوم غوره شوی او هر کال د دمبورې، د کچالو ګل او ورېښمو لارې د جشنوارو کوربه وي.