په بادغیس کې د دوو قومونو په نښته کې ۲۱ تنه وژل شوي

د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په «جرزرد» سیمې کې د دوو قومونو ترمنځ په خپل‌منځي نښتې کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي‌دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب‌الله امیني وايي، دا قومونه څو کلن اختلافات لري.

د ښاغلي امیني په وینا، په همدې اساس له دې دوو قومونو یو قوم «برات» د حکومت ملاتړی دی، په‌داسې حال کې چې بل یې بیا د طالبانو ملاتړی دی.

د ده په وینا، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د دې قومونو اوږدمهالي اختلاف ته د پای ټکی کېږدي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام