د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز نن «د کورنیو د تنظیم لپاره د ژمنې بیا نوي کېدل» په نوم غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه وویل، که د کورنۍ د تنظیم پروګرام په سمه توګه پلې نهشي، تر ۲۰۴۰ کاله به د افغانستان نفوس دوه برابره شي.
د نوموړي په وینا، د کورنیو له تنظیم نه موخه د ولادتونو درېدل نه، بلکې ترمنځ یې واټن رامنځته کول دي.
د عامې روغتیا وزیر وايي، د ولادتونو ترمنځ واټن د ماشوم او مور دواړو د روغتیا لامل کېږي چې له کبله یې د وینې کمښت او خوارځواکۍ ناروغۍ هم کمېږي.
نوموړی وايي، د کورني تنظیم پروګرام یې تر اوسه ۲۰ سلنه پلی کړی او هڅه کوي چې تر ۲۰۲۰ کاله دا کچه تر ۳۰ سلنې لوړه کړي.
فېروزالدین فېروز وايي، په هېواد کې اوسنیو امکاناتو ته په پام ۶۰ سلنه نفوسو ته رسېدنه ستونزمنه او د حکومت لپاره ګواښوونکې بولي چې په راتلونکيو کلونو کې به ورسره مخ شي.
په همدې حال کې یو شمېر قابلې چې له بېلابېلو ولایتونو نه یې پهدې پروګرام کې برخه اخیستې، د کورنۍ د تنظیم لپاره د عامه پوهاوي په برخه کې د کاري ځواک له کمښته شکایت کوي.
د دایکندي ولایت یوه قابله عاقله صالحي وايي، که څه هم د یاد ولایت په یوه روغتیايي مرکز کې کار کوي، خو ترڅنګ یې د کورنۍ د تنظیم په اړه ښځو ته عامه پوهاوی هم ورکوي.
د نوموړې په وینا، په یاد ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د لرېوالي له کبله خلک روغتیايي خدمتونو ته ښه لاسرسی نهلري او پهکار ده چې د عامې روغتیا وزارت د دغه پروګرام د ښه پلي کېدو لپاره ډېر کارکوونکي ونیسي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د کورنۍ د تنظیم لپاره به د اوسنیو درملو پر ځای نور د ښه کیفیت لرونکي او ارزانه درمل خلکو ته په واک کې ورکړي.
بلهخوا د ښځو چارو وزارت چارواکي د کورنۍ د تنظیم پروګرام د ښه پلي کېدو لپاره خلکو ته د عامه پوهاوي په ورکړې ټینګار کوي.