په افغانستان کې د نا امنۍ له امله د افغان – سوریه فوټبال سیالۍ په ایران کې ترسره کيږي

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې لخوا د لاووس او بنګله دیش فوټبال ملي لوبډلو خلاف کیدونکو دوستانه فوټبال سیالیو ته تمرینات پیل شوي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې ۲۳ کسیزه ملي لوبډله د بحرین هیواد تمریني کمپ ته رسیدلې ده.

ویل کیږي چې له ملي لوبډلې سره په دې روزنیز کمپ کې نن نورالله امیري او مدثرذکریا هم یوځای شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې اوسمهال د بحرین په کوربتوب د ملي لوبډلې تمرینات په بریالیتوب روان دي او د ملي لوبډلې مورال هم ډیر لوړ دې.

ټاکل شوې ده افغان فوټبال ملي لوبډله د روان کال مهمو نړیوالو فوټبال سیالیو ته د ښه چمتووالي په موخه د روانې (مۍ) میاشتې په ۲۹ مه نیټه له لاووس فوټبال ملي لوبډلې سره ددوی په کوربتوب لوبه ترسره کړي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې چې افغان فوټبال ملي لوبډله به دراتلونکې (جون) میاشتې په ۲ مه نیټه په ډهاکه کې له بنګله دیشۍ فوټبال ملي لوبډلې سره هم دوستانه نړیواله لوبه ترسره کړي.

ددې تمریناتو او له لاووس او بنګله دیش فوټبال ملي لوبډلو سره د سیالیو موخه د راتلونکې (جون) میاشتې په ۱۱ مه نیټه فوټبال اسیایي ټاکنیزپړاو سیالیو ته ښه چمتووالی ښودل شوی دې.

ټاکل شوې ده افغانستان د روسیي په کوربتوب ۲۰۱۸ کال فوټبال نړیوال جام سیالیو ته د اسیا په ټاکنیزپړاو سیالیو کې له سوریه، کمبودیا، جاپان او سنګاپور فوټبال ملي لوبډلو سره په تګ او راتګ پړاونو کی لوبې ترسره کړي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې له سوریه فوټبال ملي لوبډلې سره به د جون په ۱۱ مه نیټه کیدونکې سیالۍ په افغانستان کې دامنیتي ستونزو له کبله د ایران په کوربتوب ترسره شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام