د بلجیم پلازمېنه بروکسل نن او سبا د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې کوربه دی.
ټاکل شوې ده، چې په دې غونډه کې په راتلونکي کې د افغانستان له پاره د ناټو او نړیوالې ټولنې د مرستې د اډانې په طرحې بحث وشي.
په دغې طرحې کې به له ۲۰۱۷ کال وروسته په افغانستان کې د امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورې په برخه کې د نړیوالو مرستو څرنګوالی ټاکل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد وايي، چې د بروکسل په غونډه کې به د افغانستان له پاره له ۲۰۱۷ کال وروسته د نړیوالې ټولنې په دریځ او برخلیک خبرې وشي.
ازاد وايي، چې د بروکسل په غونډه کې د افغانستان امنیتي حالت، ناټو او نور هېوادونو د مرستو دوام تر ۲۰۲۰ کال پورې د غونډې اساسي موضوع ده.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال په خبره، دغه غونډه د وارسا ناستې له پاره پیلامه ده، چې مرستندویه او د ناټو غړي هېوادونه د افغانستان په اړه خپله پرېکړه واضع کوي.
د وارسا غونډه دوه میاشتې وروسته جوړیږي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، چې د بروکسل په غونډه کې د افغان امنیتي ځواکونو په مخکې په شته ستونزو او لاسته راوړنو خبرې کېږي.
د بروکسل غونډه د افغانستان له پاره یو ښه فرصت دی، چې له مرستندیه هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره خپلې غوښتنې او تمې شریکې کړي.
ازاد وايي، دوی هڅه کوي د افغانستان د وړتیاوو په برخه کې چې هر اړخیز راپور نړیوالې ټولنې ته وړاندې کوي، وکولی شي، چې د راتلونکي له پاره هم د دوی مرستې را جلب کړي.
په دې اړه ځېنې شنونکي وايي، چې د افغانستان فعاله ډېپلوماسي کولی شي، چې د نړیوالو مرستو له پاره ګډه اجماع را منځته کړي، خو زیاتوي اوسمهال د افغانستان په حکومت کې فعاله سیاسي ډېپلوماسي نه شته او د دې غونډې نه د زیاتې ګډې تر لاسه کولو له پاره هیله نه لیدل کېږي.
د نړیوالو اړیکو پوه لطیف نظري له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د بروکسل په غونډه کې د نړۍ ټول امنیتي پېښې په ځانکړي ډول د افغانستان په اړه، چې په سیمه ییز جنګ کې ښکېل دی، بحث کېږي.
نظري وویل، چې دغه غونډه کولی شي، په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي.
د ده، په باور په دې غونډو کې د افغانستان د ضعف ټکی د فعالې ډېپلوماسۍ نه شتوالی دی او نه شي کولی، چې د نړیوالو هېوادونو جدي پاملرنه افغانستان ته راوګرځوي.
نظري وویل، چې د افغانستان په حکومت کې د یو واحد سیاسي نظرې نه موجودیت او له فساد سره د مبارزې په برخه کې ناتواني په دې غونډو کې بری کموي.
په بروکسل کې د سلام وطندار د خبریال د خبرو پر بنسټ د بروکسل د نن ورځې غونډې موضوع پر اوکراین او ګرجستان را څرخي او سبا به د افغانستان په حالاتو خبرې وشي.
د سلام وطندار خبریال له غونډې وايي، چې ټاکل شوې ده، په افغانستان د ناټو ځواکونو په موجودیت او اېستنې ته رایه اچونه وشي.
له دې مخکې هم ناټو په دې ټینګار کړی و، چې د بروکسل په غونډه کې به د افغانستان له نظامه مالي ملاتړ، د سیاسي مرستو په زیاتوالي او نور همکاریو به خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به د ملي یووالي حکومت یو کلن فعالیتونه به د مرستو د دوام د څرنګوالي له پاره معیار وټاکل شي.
ټاکل شوې ده، چې ولسمشر غني به دوه میاشتې وروسته د وارسا په غونډه کې ګډون وکړي.